పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - రువ్వాద్ అనువాద కేంద్రం

سبا

external-link copy
1 : 34

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَلَهُ الْحَمْدُ فِی الْاٰخِرَةِ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

ټولې ستاینې خاص الله لره دي، چې یوازې د هغه په اختیار کې دي څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي، او په آخرت كې هم هغه لره ستاينه ده، هغه حكمت والا او باخبره دى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 34

یَعْلَمُ مَا یَلِجُ فِی الْاَرْضِ وَمَا یَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا یَنْزِلُ مِنَ السَّمَآءِ وَمَا یَعْرُجُ فِیْهَا ؕ— وَهُوَ الرَّحِیْمُ الْغَفُوْرُ ۟

پوهيږي پر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه ورپورته کیږي او همغه مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَا تَاْتِیْنَا السَّاعَةُ ؕ— قُلْ بَلٰی وَرَبِّیْ لَتَاْتِیَنَّكُمْ ۙ— عٰلِمِ الْغَیْبِ ۚ— لَا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَلَاۤ اَصْغَرُ مِنْ ذٰلِكَ وَلَاۤ اَكْبَرُ اِلَّا فِیْ كِتٰبٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

او كافران وايي چې موږ ته به قيامت رانه شي! ورته ووايه: ولې نه، په رب مې دې قسم وي چې د غيبو عالم دى هرومرو به درته راشي، له هغه څخه نه په آسمانونو او نه پر ځمكه كې د يوې ذرې په اندازه څه نه پټيږي، او نه به له دې كوچنى او نه (ترې) لوى څه داسې شى وي چې هغه په يو څرګند كتاب كې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 34

لِّیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّرِزْقٌ كَرِیْمٌ ۟

د دې لپاره چې هغو خلكو ته بدله وركړي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او غوره روزي ده. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 34

وَالَّذِیْنَ سَعَوْ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مِّنْ رِّجْزٍ اَلِیْمٌ ۟

او هغوى چې زموږ د آيتونو په را لاندې كولو كې او له مینځه وړلو کې يې هلې ځلې كړې دي، هغوى لپاره ناوړه دردوونکی عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 34

وَیَرَی الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ ۙ— وَیَهْدِیْۤ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟

او چا ته چې پوهه وركړى شوې هغوى ويني چې ستا د رب لخوا څه درته نازل شوي هغه حق دي او د برلاسي ستايلي (ذات) لوري ته ښوونه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ یُّنَبِّئُكُمْ اِذَا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ۙ— اِنَّكُمْ لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ۟ۚ

او هغو کسانو چې کفر کړی وويل: آيا تاسي ته يو داسې سړى دروښايو چې هغه مو په دې خبروي چې كله تاسي پوره ذرې ذرې شئ نو تاسي به په يو نوي پيدايښت كې راشئ! info
التفاسير: