పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - రువ్వాద్ అనువాద కేంద్రం

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
77 : 27

وَاِنَّهٗ لَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او دا (قران) خامخا لارښوونه او رحمت دى د مومنانو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 27

اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ

بې شکه ستا رب په خپل حكم سره د هغوى ترمنځ پرېكړه كوي او همغه ډېر پوه برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 27

فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ ۟

نو پر الله بروسه وكړه، ته په څرګند حق باندې (ولاړ) يې. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 27

اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

یقینا ته مړو ته اورول نه شې کولای او نه هغه کڼو ته خپل اوازرسولی شې چې شا اړوي تښتي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 27

وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟

او نه ړانده له بې لاريتوب سمې لارې ته را اړولئ شې، ته ايله هغه څوك اورولئ شې چې زموږ آيتونه مني (او) بيا غاړه اېښودونكي شي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 27

وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ— اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

او کله چې وینا (د عذاب) واقع شي، نو يو ځناور به له ځمكې ورته راوباسو، له دوى سره به خبرې كوي چې یقینا وو دا خلک چې زموږ پر آيتونو یې باور نه كولو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 27

وَیَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟

او هغه ورځ چې موږ به له هر امت څخه د هغو كسانو يو پوځ راغونډ كړو چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل، بيا به د هغوى ډلې سره ترتيب شوې روانيږي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 27

حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَلَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

تر دې چې ټول (ميدان ته) راشي، (الله) به ووايي: آيا زما آيتونه مو درواغ وګڼل حال دا چې په هغو مو پوره علم نه درلود، كنه (نور) نو تاسي څه كول؟ info
التفاسير:

external-link copy
85 : 27

وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟

او را به شي پریکړه د عذاب پر دوی باندې له امله د ظلم د دوی، نو دوی به خبرې نه شي کولی. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 27

اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

آيا هغوى نه دي ليدلي چې موږ شپه د دې لپاره جوړه كړې چې آرام پكې وكړي او ورځ مو روښانه كړې ده، يقيناً په دې كې هرومرو څه نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 27

وَیَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَكُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ ۟

او هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پوكى وشي، نو هغه ټول به هيبت وهلي شي، څوك چې په آسمانونو او څوك چې په ځمكه كې وي، پرته له هغو چې الله يې (ژغورل) وغواړي او ټول به هغه ته په عاجزۍ سره راشي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 27

وَتَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّهِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ؕ— صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهٗ خَبِیْرٌ بِمَا تَفْعَلُوْنَ ۟

او ته غرونه وينې، په خپل ځاى به يې كلك ولاړ ګڼې، خو هغه به د ورېځى غوندې تېرېږي، د هغه الله جوړونه ده چې هر څه يې محكم كړي دي بې شكه همغه ښه خبردار دى په هغو كارو چې تاسي يې كوئ. info
التفاسير: