పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పాష్టో అనువాదం - రువ్వాద్ అనువాద కేంద్రం

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
44 : 12

قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍ ۚ— وَمَا نَحْنُ بِتَاْوِیْلِ الْاَحْلَامِ بِعٰلِمِیْنَ ۟

هغوى وويل دا خو ګډوډ خيالي خوبونه دي او موږ د ګډوډو خيالي خوبونو په معنا نه پوهېږو. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 12

وَقَالَ الَّذِیْ نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ اُمَّةٍ اَنَا اُنَبِّئُكُمْ بِتَاْوِیْلِهٖ فَاَرْسِلُوْنِ ۟

او له هماغو دوو نه چې كوم كس بچ شوى و او هغه ته له ډېرې مودې وروسته ورياد شو، وويل: زه به مو د دې په تعبیر خبر كړم نو ما واستوئ. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 12

یُوْسُفُ اَیُّهَا الصِّدِّیْقُ اَفْتِنَا فِیْ سَبْعِ بَقَرٰتٍ سِمَانٍ یَّاْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَّسَبْعِ سُنْۢبُلٰتٍ خُضْرٍ وَّاُخَرَ یٰبِسٰتٍ ۙ— لَّعَلِّیْۤ اَرْجِعُ اِلَی النَّاسِ لَعَلَّهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

يوسفه! اې رښتينيه! موږ ته حكم راكړه په اوو څربو غواګانو كې چې اوه خوارې يې خوري او اوه شنو وږو او نورو وچو كې، ښايي زه هغو خلكو ته ورستون شم د دې لپاره چې دوى وپوهېږي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 12

قَالَ تَزْرَعُوْنَ سَبْعَ سِنِیْنَ دَاَبًا ۚ— فَمَا حَصَدْتُّمْ فَذَرُوْهُ فِیْ سُنْۢبُلِهٖۤ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّا تَاْكُلُوْنَ ۟

ورته ويې ويل: اوه كاله به تاسي پرله پسې په كرهڼه بوخت ياست، نو څه مو چې لو كړل هغه (ټول) په خپل وږي كې پرېږدئ، پرته له هغه چې تاسو يې خورئ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 12

ثُمَّ یَاْتِیْ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ یَّاْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّا تُحْصِنُوْنَ ۟

بيا به له دې وروسته اوه كلونه ډېر سخت راشي چې ټول هغه څه به پكې وخوړل شي كوم چې تاسو ورته ساتلي و پرته له هغه چې تاسو يې (تخم لپاره) ساتئ. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 12

ثُمَّ یَاْتِیْ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ عَامٌ فِیْهِ یُغَاثُ النَّاسُ وَفِیْهِ یَعْصِرُوْنَ ۟۠

بيا له دى وروسته يو بل كال راځي چې په هغه كې به (بارانونو سره) د خلكو فرياد واورېدل شي او په هغه كې به وزبېښي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 12

وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖ ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُ الرَّسُوْلُ قَالَ ارْجِعْ اِلٰی رَبِّكَ فَسْـَٔلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ الّٰتِیْ قَطَّعْنَ اَیْدِیَهُنَّ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ بِكَیْدِهِنَّ عَلِیْمٌ ۟

او باچا وويل: هغه ماته راولئ، خو كله چې استازى ورغلو ويلې خپل رب (باچا) ته دې بېرته ورشه، ويې پوښته چې د هغو ښځو څه حالت و چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بې شكه زما رب د هغوى په مكارۍ ډېر ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 12

قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ اِذْ رَاوَدْتُّنَّ یُوْسُفَ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— قُلْنَ حَاشَ لِلّٰهِ مَا عَلِمْنَا عَلَیْهِ مِنْ سُوْٓءٍ ؕ— قَالَتِ امْرَاَتُ الْعَزِیْزِ الْـٰٔنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ ؗ— اَنَا رَاوَدْتُّهٗ عَنْ نَّفْسِهٖ وَاِنَّهٗ لَمِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

باچا وويل: (ای ښځو) ستاسو څه حال و كله چې د يوسف د ځان غوښتلو هڅه مو كړې وه؟ ټولو ښځو وويل: الله لره پاكي ده، موږ خو د هغه په هېڅ بدۍ نه يو پوه شوي؛ د عزيز ښځې وويل: اوس حق څرګند شو، ما هغه نه د هغه ځان غوښتلی و، او هغه بې شكه له ریښتينو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 12

ذٰلِكَ لِیَعْلَمَ اَنِّیْ لَمْ اَخُنْهُ بِالْغَیْبِ وَاَنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ كَیْدَ الْخَآىِٕنِیْنَ ۟

دا له دې کبله چې وپوهيږي (عزيز) چې ما په غياب كې هم له ده سره خيانت نه دى كړى، او دا چې بې شکه الله د خيانت ګرو چلونه د بري په لاره نه سموي. info
التفاسير: