పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

external-link copy
9 : 63

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُلْهِكُمْ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ۚ— وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، ستاسو مالونه او اولادونه دې تاسې له لمانځه او د اسلام له نورو فرائضو څخه بوخت نه کړي، او څوک چې مالونه او اولادونه يې د الله له واجب کړي لمانځه او نورو واجباتو څخه بوخت کړي، نو په حقيقت کې همدوی داسې تاوانيان دي چې خپل کورونه او خېلخانې يې د قيامت په ورځ تاوانيان کړي دي. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• الإعراض عن النصح والتكبر من صفات المنافقين.
له نصيحتونه څخه مخ اړول او تکبر کول د منافقانو له صفتونو څخه دي. info

• من وسائل أعداء الدين الحصار الاقتصادي للمسلمين.
د دين د دښمنانو له وسيلو څخه يوه هم د مسلمانانو اقتصادي کلابندي ده. info

• خطر الأموال والأولاد إذا شغلت عن ذكر الله.
د مالونو او اولادونو خطر کله چې د الله له ياد څخه څوک بوخت کړي. info