పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
28 : 54

وَنَبِّئْهُمْ اَنَّ الْمَآءَ قِسْمَةٌ بَیْنَهُمْ ۚ— كُلُّ شِرْبٍ مُّحْتَضَرٌ ۟

او هغوی ته خبر ورکړه چې د څاه اوبه يې د هغوی او اوښې ترمنځ وېشل شوې دي، يوه ورځ هغې لره او يوه ورځ هغوی لره، په هر برخه کې به يوازې د هغې ورځې اړوند څښتن يې حاضريږي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 54

فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰی فَعَقَرَ ۟

نو خپل ملګري ته يې ور چېغې کړ ترڅو اوښه ووژني، هغه توره واخېسته او ويې وژله د خپل قوم د امر منلو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو ای د مکې خلکو! فکر وکړئ هغوی لره زما عذاب څنګه و؟! او هغوی لره زما وېرول د هغوی په عذابولو سره څنګه و؟! info
التفاسير:

external-link copy
31 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَكَانُوْا كَهَشِیْمِ الْمُحْتَظِرِ ۟

پرته له شکه پر هغوی مو يوه چېغه ور ولېږه چې هغوی مو تباه کړل، نو هغوی لکه د وچې ونې غوندې وو چې له هغې څخه د پسونو لپاره شپول جوړول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او پرته له شکه قرآن مو د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی دی، نو آيا په هغو کې په شته پندونو او نصيحتونو پند اخېستونکی شته؟! info
التفاسير:

external-link copy
33 : 54

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطٍۭ بِالنُّذُرِ ۟

د لوط قوم په هغه څه کې خپل رسول لوط عليه السلام درواغجن وګڼلو چې هغوی يې پرې وېرول. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ حَاصِبًا اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— نَجَّیْنٰهُمْ بِسَحَرٍ ۟ۙ

پرته له شکه موږ پر هغوی داسې باد ورولېږلو چې په ډبرو يې وېشتل، مګر پرته د لوط عليه السلام له کورنۍ، چې هغوی ته عذاب ونه رسېدی، بېشکه هغوی مو ترې وژغورل، ځکه هغوی د عذاب له راتلو مخکې د شپې په وروستۍ برخه کې يووړل شول. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 54

نِّعْمَةً مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— كَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ شَكَرَ ۟

هغوی مو له عذابه وژغورل دا زموږ له خوا پر هغوی يوه لورېينه وه، دغه غوندې بدله چې لوط عليه السلام ته مو ورکړه موږ يې هغه چاته ورکوو چې د الله شکر وباسي د هغه پر نعمتونو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 54

وَلَقَدْ اَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ ۟

او پرته له شکه لوط هغوی زموږ له عذابه وېرولي و خو هغوی ورسره شخړه وکړه او هغه يې درواغجن وګڼلو. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 54

وَلَقَدْ رَاوَدُوْهُ عَنْ ضَیْفِهٖ فَطَمَسْنَاۤ اَعْیُنَهُمْ فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

او له لوط څخه يې قوم غوښتنه وکړه چې د هغوی او پرېښتو مېلمنو ترمنځ لاره خوشي کړي د ناروا کړنې د ترسره کولو په موخه، نو موږ د هغوی سترګې ور پټې کړې، چې هغوی يې نه ليدل، او ورته ومو وويل: زما عذاب او تاسو لره زما د وېرولو پايله وڅکئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 54

وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُّسْتَقِرٌّ ۟ۚ

او پرته له شکه هغوی ته په سهار وختي کې داسې عذاب راغی چې له هغوی سره پرله پسې و تردې چې آخرت ته يې ورسوي، چې بيا د آخرت عذاب ورته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 54

فَذُوْقُوْا عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

او هغوی ته به وويل شي: زما هغه عذاب چې پرتاسو مو نازل کړی و، او د لوط د وېرولو پايله وڅکئ. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠

او پرته له شکه مو قرآن د پند او نصيحت لپاره آسانه کړی، نو آيا په هغه کې په شته پندونو او نصيحتونو څوک پند اخېستونکی شته؟! info
التفاسير:

external-link copy
41 : 54

وَلَقَدْ جَآءَ اٰلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ ۟ۚ

او پرته له شکه فرعونيانو ته د موسی او هارون عليهما السلام په ژبه زموږ وېرونه ورغلې وه. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 54

كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كُلِّهَا فَاَخَذْنٰهُمْ اَخْذَ عَزِیْزٍ مُّقْتَدِرٍ ۟

هغوی هغه دليلونه او حجتونه چې زموږ له لوري ورغلي وو درواغ وګڼل، نو هغوی ته مو د درواغ ګنلو له امله يې سزا ورکړه، د داسې برلاسي سزا چې هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلی او داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه شي بې وسې کېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 54

اَكُفَّارُكُمْ خَیْرٌ مِّنْ اُولٰٓىِٕكُمْ اَمْ لَكُمْ بَرَآءَةٌ فِی الزُّبُرِ ۟ۚ

ای د مکې خلکو! آيا ستاسو کافران له دغو يادو شويو کافرانو غوره دي: چې هغه د نوح قوم، عاديان، ثموديان، د لوط قوم، فرعون او د هغه قوم دی؟! او يا تاسو لره د الله له عذابه خلاصون دی چې په آسماني کتابونو کې راغلی دی؟! info
التفاسير:

external-link copy
44 : 54

اَمْ یَقُوْلُوْنَ نَحْنُ جَمِیْعٌ مُّنْتَصِرٌ ۟

بلکې آيا دغه د مکې له خلکو کافران وايي: موږ له ټولو هغو خلکو غچ اخېستونکي يو چې موږ ته ضرر رسول غواړي، او زموږ د ډلې بېلول غواړي؟! info
التفاسير:

external-link copy
45 : 54

سَیُهْزَمُ الْجَمْعُ وَیُوَلُّوْنَ الدُّبُرَ ۟

او ژر به دغه د کافرانو ټولی ماتې وخوري او د مؤمنانو پر وړاندې به شاوې واړوي، او دغه څه د بدر په ورځ پېښ شول. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 54

بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ اَدْهٰی وَاَمَرُّ ۟

بلکې قيامت چې هغوی يې درواغ ګڼي د راتلو وخت يې هغه دی چې هغوی به پکې په عذابيږي، او قيامت ډېر لوی او سخت دی تر هغه څه چې له کوم عذاب سره هغوی په دنيا کې د بدر په ورځ مخ شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 54

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟ۘ

پرته له شکه د کفر او ګناهونو له امله ګناهکاران له حقه په لارورکۍ، عذاب او سختۍ کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 54

یَوْمَ یُسْحَبُوْنَ فِی النَّارِ عَلٰی وُجُوْهِهِمْ ؕ— ذُوْقُوْا مَسَّ سَقَرَ ۟

په کومه ورځ چې پړمخ په اور کې کشول کيږي او هغوی ته به د ګواښ په ډول ويل کيږي: د اور سزا وڅکئ. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 54

اِنَّا كُلَّ شَیْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ ۟

پرته له شکه موږ په کائناتو کې هرڅه زموږ له لوري په پخوانۍ ټاکلې اندازه او زموږ له پوهې او خوښې سره سم پيداکړي دي، او هغه مو په لوح محفوظ کې ليکلي دي. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• شمول العذاب للمباشر للجريمة والمُتَمالئ معه عليها.
عام عذاب هغه چا ته چې په ګناه کې اخته دی او هغه چاته چې څوک ورسره پکې یو نوعه شریک دی. info

• شُكْر الله على نعمه سبب السلامة من العذاب.
د الله پر نعمتونو شکر اېستل له عذابه د خونديتوب لامل کيږي. info

• إخبار القرآن بهزيمة المشركين يوم بدر قبل وقوعها من الإخبار بالغيب الدال على صدق القرآن.
د بدر غزا له پېښېدو مخکې د مشرکانو پر ماتې د قرآن خبر ورکول د هغه غيب له خبرونو څخه دي چې د قرآن پر رېښتينولي دلالت کوي. info

• وجوب الإيمان بالقدر.
پر قدر د ايمان راوړلو واجبوالی. info