పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

روم

ఈ సూరహ్ (అధ్యాయం) యొక్క ప్రయోజనాలు:
تأكيد تفرّد الله سبحانه بتصريف الأمور، وبيان سنن الله في خلقه.
پر دې ټينګار کول چې الله د چارو په ترسره کلو کې يوازې دی او د خپل مخلوق په اړه يې د کړنلارې بيان. info

external-link copy
1 : 30

الٓمّٓ ۟ۚ

(الم) د دې(تورو) په اړه د البقرې سورت په پیل کې خبرې شوې دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 30

غُلِبَتِ الرُّوْمُ ۟ۙ

فارسیان پر رومیانو برلاسي شول. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 30

فِیْۤ اَدْنَی الْاَرْضِ وَهُمْ مِّنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَیَغْلِبُوْنَ ۟ۙ

د فارسیانو ښارونو ته نږدې د شام په ځمکه، او رومیان به د فارسیانو له غلبې وروسته پر دوی ډېر زر برلاسي کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 30

فِیْ بِضْعِ سِنِیْنَ ؕ۬— لِلّٰهِ الْاَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ ؕ— وَیَوْمَىِٕذٍ یَّفْرَحُ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

له دریو کلونو څخه کمه او له لسو څخه به زیاته موده نه وي، بشپړه واکمني د الله ده، د رومیانو له بریا مخکې او وروسته، او په هغه ورځ چې رومیان پر فارسیانو برلاسي شي نو مومنان به خوشالېږي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 30

بِنَصْرِ اللّٰهِ ؕ— یَنْصُرُ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

رومیانو ته د الله په مرسته ځکه خوشالېږي چې دوی اهل کتاب دي، الله مرسته کوي چا ته چې وغواړي د چا په مقابل کې چې وغواړي، او هغه برلاسی دی چې څوک پرې نشي برلاسی کېدلای، په مومنو بندګانو مهربان دی. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• لجوء المشركين إلى الله في الشدة ونسيانهم لأصنامهم، وإشراكهم به في الرخاء؛ دليل على تخبطهم.
د سختیو پر مهال الله ته د مشرکانو پناه وړل او خپل بوتان هېرول، او د آسانۍ پر مهال ورسره شریک جوړول د دوی په لیونتوب دلیل دی. info

• الجهاد في سبيل الله سبب للتوفيق إلى الحق.
د الله په لار کې جهاد کول حق ته د توفیق موندلو لامل دی. info

• إخبار القرآن بالغيبيات دليل على أنه من عند الله.
د غیبو (پټو) په اړه د قرآن خبر ورکول په دې دلیل دی چې (قرآن) د الله له لوري څخه دی. info