పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
158 : 3

وَلَىِٕنْ مُّتُّمْ اَوْ قُتِلْتُمْ لَاۡاِلَی اللّٰهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

او خامخا که ومرئ تاسو په کوم حال کې چې وي ستاسو مرګ، او یا ووژلی شئ؛ نو خامخا یوازې الله تعالی ته به تاسو ټول ورګرځئ؛ د دې لپاره چې تاسو لره ستاسو د عملونو بدلې درکړي. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 3

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْ ۚ— وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِیْظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوْا مِنْ حَوْلِكَ ۪— فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِی الْاَمْرِ ۚ— فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِیْنَ ۟

په تا باندې د الله تعالی د لوی رحمت له وجی نه -ای پیغمبره- ستا اخلاق د خپلو ملګرو سره نرم و، او که چیرته ته سخت وی په خپله وینا او کارونو کې، سخت زړی وې نو خامخا به هغوی ستا څخه خواره شوي وی، نو پس د هغوی نه ستا په حق کې د کمي کولو په صورت کې تیریږه، او د هغوی لپاره له الله تعالی څخه بخښنه وغواړه، او د هغوی څخه د مشورې په کارونو کې رایه وغواړه، او کله چې د مشورې څخه وروسته په یو کار کولو باندې عزم وکړې نو بس بیا یې کوه، او خاص په الله تعالی توکل کوه، بیشکه الله تعالی توکل کوونکي خلک خوښوي نو بس هغوی لره توفیق ورکوي او د هغوی مدد او مرسته کوي. info
التفاسير:

external-link copy
160 : 3

اِنْ یَّنْصُرْكُمُ اللّٰهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۚ— وَاِنْ یَّخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِیْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

که چیرته الله تعالی ستاسو مرسته وکړي په خپل نصرت او اعانت سره نو هیڅوک په تاسې باندې نشې غالبه کیدلی، اګر که ستاسو خلاف د ځمکې ټول اوسیدونکي سره یوځائ شي، او که چیرته ستاسو مرسته او مدد پریږدي او خپلو ځانونو ته مو وسپاري نو بیا د هغه څخه وروسته هیڅوک ستاسو سره مرسته او مدد نشي کولی، نو پس غلبه خاص د هغه په لاس کې ده، او خاص په هغه باندې دې مومنان اعتماد او توکل وکړي نه په بل هیچا باندې. info
التفاسير:

external-link copy
161 : 3

وَمَا كَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّغُلَّ ؕ— وَمَنْ یَّغْلُلْ یَاْتِ بِمَا غَلَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ۚ— ثُمَّ تُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

نه ښايې هیڅ پیغمبر لره چې خیانت وکړي دغنیمت له مال څخه د څه شي په اخیستلو سره پرته له هغه څه نه چې الله تعالی هغه ته ځانګړی کړی وي، او هغه څوک چې خیانت وکړئ ستاسو څخه په اخیستلو د څه شي د غنیمت له څخه، نو سزا به ورته ورکړل شي داسې چې د قیامت په ورځ به وشرمولی شي، نو دا به راشي په داسې حال کې چې د خلکو مخکې به يې هغه څه بار کړي وي چې ده اخیستي وي د غنیمت له مال څخه، بیا به ورکړل شي هر یو کس ته بدله د هغه عمل چې کړی يې وي په پوره ډول چې هیڅ کمی به پکې نه وي، او په دوی به ظلم نشي کیدلی چې ګناهوته ورته زیات شي، او نه به لدوئ څخه نیکیانې کمی کړی شي. info
التفاسير:

external-link copy
162 : 3

اَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللّٰهِ كَمَنْ بَآءَ بِسَخَطٍ مِّنَ اللّٰهِ وَمَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

ندی برابر د الله تعالی په نیز هغه څوک چې روان وي په هغه څه پسې چې په هغه باندې د الله تعالی رضا حاصلیږی د ایمان او نیک عمل څخه، او هغه څوک چې کفر يې کړی وي په الله تعالی باندې او ګناهونه یې کړي وي، نو پس اخته شوی وي په سخت غضب د الله تعالی له طرفه، او ځای د اوسیدو د دې جهنم وي، او ډیر بد دی دا جهنم ځای د ورګرځیدو او ځای د اوسیدلو. info
التفاسير:

external-link copy
163 : 3

هُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟

دوی مختلف دي په درجو کې په دنیا او اخرت کې د الله تعالی په نیز، او الله تعالی لیدونکی دی د هغو عملونو چې دوی یې کوي، نشي پټیدلی په هغه باندې هیڅ شی، او خامخا بدله به ورکړي هر چاته په خپل عمل. info
التفاسير:

external-link copy
164 : 3

لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ بَعَثَ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْ اَنْفُسِهِمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَیُزَكِّیْهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ ۚ— وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

بیشکه لورېنه کړې ده الله تعالی پر مومنانو او احسان یې کړی د دوی سره کله چې یې راولیږه په دوی کې رسول د دوی له جنس څخه، لولي په دوی باندې قران کریم، او پاکوي دوی لره له شرک او بدو اخلاقو څخه، او ورښایې دوی ته قران اوسنت، او یقینا وو دوی مخکې د رالیږل کېدو د دې پیغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) څخه په ګمراهۍ ښکاره کې له هدایت او نیکې لارې څخه. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 3

اَوَلَمَّاۤ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَدْ اَصَبْتُمْ مِّثْلَیْهَا ۙ— قُلْتُمْ اَنّٰی هٰذَا ؕ— قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

آیا هر کله چې درورسیده تاسې ته -ای مومنانو- یو مصیبت کله چې تاسو په اُحد کې ناکام شوئ، او شهیدان شول ستاسو څخه هغه څوک چې مرګ ورته لیکل شوی و، یقینا تاسو خپل دښمن ته د هغه دوه چنده مرګ او بند وررسولی و د بدر د جنګ په ورځ، نو تاسو وویل: د کوم طرف نه مونږ ته دا مصیبت (مرګ، ژوبلیدل) راورسیده حال دا چې مونږ خو په الله تعالی باندې ایمان لرونکي یو، او د الله تعالی پیغمبر هم په مونږ کې شته؟! ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: کوم مصیبت چې تاسو ته درورسیده دا ستاسو د عمل په سبب کله چې تاسو اختلاف وکړ، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نافرماني مو وکړه، بیشکه الله تعالی پر هر شي باندې قدرت لري؛ نو پس غلبه ورکوي چاته چې وغواړي، او ناکاموي چا لره چې وغواړي. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• النصر الحقيقي من الله تعالى، فهو القوي الذي لا يحارب، والعزيز الذي لا يغالب.
حقیقي بریا د الله تعالی له طرفه ده، پس نو الله تعالی هغه ځواکمن ذات دی چې جنګ ورسره نشې کیدلی، او هغه زورور ذات دی هیڅ څوک پرې نشې برلاسی کیدلی. info

• لا تستوي في الدنيا حال من اتبع هدى الله وعمل به وحال من أعرض وكذب به، كما لا تستوي منازلهم في الآخرة.
هیڅکله په دنیا کې ندی برابر حال د هغه چا چې د الله تعالی په هدایت پسې روان وي او په هغه عمل کوي، د هغه چا د حال سره چې د الله تعالی د هدایت نه یې مخ اړولی وي او د دروغو نسبت یې ورته کړی وي، لکه څرنګه چې په اخرت کې د دوی مرتبې ندي برابري. info

• ما ينزل بالعبد من البلاء والمحن هو بسبب ذنوبه، وقد يكون ابتلاء ورفع درجات، والله يعفو ويتجاوز عن كثير منها.
انسان ته چې کوم مصیبت او تکلیفونه رسیږی د هغه د ګناهونو په وجه ورته رسیږي، او کله کله پدې باندې امتحان وي او د دې د درجو د لوړوالي سبب وي، او الله رب العزت عفوه کوي او انسان ته د هغه له ډیرو ګناهونو تیریږي. info