పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

طه

ఈ సూరహ్ (అధ్యాయం) యొక్క ప్రయోజనాలు:
السعادة باتباع هدى القرآن وحمل رسالته، والشقاء بمخالفته.
نېکمرغي د قرآن د لارښوونې پيروۍ کې او له هغه پيغام اخېستلو کې ده او بدمرغي د هغو په مخالفت کې ده. info

external-link copy
1 : 20

طٰهٰ ۟

(طه) د دې په شان حروفو باندې بحث د سورت بقرې په اول کې تیر شوی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 20

مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لِتَشْقٰۤی ۟ۙ

مونږ قرآن کریم په تا باندې نه دی نازل کړی -ای پېغمبره- د دې لپاره چې دا ستا د مشقت سبب شي د وجې د غم كولو نه په مخ اړولو ستا د قوم په تا باندې د ایمان راوړلو نه. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 20

اِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَنْ یَّخْشٰی ۟ۙ

مونږ نه دی نازل کړی دا مګر د دې لپاره چې شي نصیحت د هغه چا لپاره چې الله تعالی ورته د خپل ځان نه د ویرې کولو توفیق ورکړی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 20

تَنْزِیْلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْاَرْضَ وَالسَّمٰوٰتِ الْعُلٰی ۟ؕ

نازل کړی دې لره الله تعالی هغه ذات چې پیدا کړې یې ده ځمکه، او پيداکړي يې دي اسمانونه اوچت، نو پس دا لوی قرآن دی؛ ځکه چې دا د لوی ذات له طرفه نازل شوی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 20

اَلرَّحْمٰنُ عَلَی الْعَرْشِ اسْتَوٰی ۟

رحمان ذات په عرش باندې اوچت شوی په داسې اوچتېدلو سره چې د هغه د لويي او ذات سره مناسب وي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 20

لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرٰی ۟

خاص یوازې هغه پاک ذات لره دي ټول هغه څه چې په اسمانونو کې دي او ټول هغه څه چې په ځمکه کې دي او هغه مخلوقات چې د خاورو لاندې دي، دا ټول الله تعالی پیداکړي او هغه یې مالک او کار ساز دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 20

وَاِنْ تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَاِنَّهٗ یَعْلَمُ السِّرَّ وَاَخْفٰی ۟

او که ښکاره کړې -ای پېغمبره- ته وینا خپلې لره، او که پټه یې کړې نو بېشکه هغه پاک ذات په دغو ټولو پوهیږي، نو پس هغه عالم دی په پټو شیانو او په هغه څه چې هغه ډیر پټ دي لکه د زړه خبرې، په هغه باندې د دې څخه هیڅ شي هم پټ نشي پاتې کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 20

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۟

الله تعالی دی نشته حقدار د بندګۍ پرته له هغه نه، یواځې هغه لره دي نومونه رسیدونکي کمال ته په ښایست کې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 20

وَهَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰی ۟ۘ

او یقینا راغلی تاته -ای پېغمبره- خبر د موسی بن عمران -علیه السلام-. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 20

اِذْ رَاٰ نَارًا فَقَالَ لِاَهْلِهِ امْكُثُوْۤا اِنِّیْۤ اٰنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّیْۤ اٰتِیْكُمْ مِّنْهَا بِقَبَسٍ اَوْ اَجِدُ عَلَی النَّارِ هُدًی ۟

کله چې یې په خپل سفر کې اور ولیده، نو خپلې کور والا ته ئې وویل: تاسې په خپل دې ځای کې پاتی شئ، یقینا ما اور ولیده کیدای شي زه تاسې ته د دې اور نه یو لیتکی راوړم، او یا به بیاموم داسې څوک چې ما ته لار راوښايي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 20

فَلَمَّاۤ اَتٰىهَا نُوْدِیَ یٰمُوْسٰی ۟ؕ

پس هر کله چې د اور خوا ته راغی الله تعالی ورته داسې اواز وکړ: ای موسی! info
التفاسير:

external-link copy
12 : 20

اِنِّیْۤ اَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًی ۟ؕ

یقینا زه ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ لپاره د تیاري زما خاص خبرو ته، یقینا ته په پاکه دره د (طوی) کې ئې. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• ليس إنزال القرآن العظيم لإتعاب النفس في العبادة، وإذاقتها المشقة الفادحة، وإنما هو كتاب تذكرة ينتفع به الذين يخشون ربهم.
د قرآن کریم رالیږل په عبادت کې د ځان ستړي کولو لپاره نه دي، او نه هغه ته د زیات تکلیف رسولو لپاره دي، بیشکه دا د پند یو کتاب دی، هغه څوک پرې ګټه اخیستلی شي چې د خپل رب څخه ویریږي. info

• قَرَن الله بين الخلق والأمر، فكما أن الخلق لا يخرج عن الحكمة؛ فكذلك لا يأمر ولا ينهى إلا بما هو عدل وحكمة.
الله تعالی پیداکول او امر کول دواړه یو ځای کړي، نو لکه څرنګه چې پيداکول د یو شي د حکمت نه بهر نه وي؛ همدارنګه الله تعالی په یو کار باندې امر نه کوي او نه د یو کار نه منع کول کوي مګر هغه چې انصاف او حکمت پکې وي. info

• على الزوج واجب الإنفاق على الأهل (المرأة) من غذاء وكساء ومسكن ووسائل تدفئة وقت البرد.
په خاوند باندې د خپلې ښځې خرچه کول لازمه ده لکه خوراک او جامې او د اوسېدلو ځای او د یخنۍ په وخت کې ورله د ګرمولو اسباب برابرول. info