పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

పేజీ నెంబరు:close

external-link copy
55 : 16

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ؕ— فَتَمَتَّعُوْا ۫— فَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ۟

شرکي عقیدې دوی وګرځول کفر کوونکي د هغه د نعمتونو چې په دوی باندې يې کړي، او د هغو نعمتونو څخه د تکلیف لرې کول وو؛ نو د دې وجې نه دوی ته وویل شو: فایدې واخلئ په هغو نعمتونو چې تاسې پکې یاستئ تر دې چې راشي تاسې ته عذاب د الله تعالی په ځنډ سره او په تلوار سره. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِمَا لَا یَعْلَمُوْنَ نَصِیْبًا مِّمَّا رَزَقْنٰهُمْ ؕ— تَاللّٰهِ لَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنْتُمْ تَفْتَرُوْنَ ۟

او جوړوي دا مشرکان خپلو هغو بتانو لره چې په هیڅ هم نه پوهیږي -ځکه چې هغه جمادات دي، او هیڅ فایده او نقصان چاته نشي رسولی- یوه برخه د خپلو هغو مالونو څخه چې مونږ دوی ته ورکړي، په دې سره دوی هغو ته ځان نږدې کوي، قسم په الله تعالی خامخا به ستاسې څخه پوښتنه کیدلی شي-ای مشرکینو- د قیامت په ورځ د هغه ګمان باره کې چې تاسې کاوه چې دا بتان د بندګۍ حقدار دي، او دا چې هغوی لره ستاسې د مالونو نه برخه ده. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ الْبَنٰتِ سُبْحٰنَهٗ ۙ— وَلَهُمْ مَّا یَشْتَهُوْنَ ۟

او نسبت کوي دا مشرکین الله تعالی ته د لورګانو، او دوی دا عقیده لري چې دا ملاېکې دي، نو هغه ته د اولاد نسبت کوي، او داسې څه ورله اختیاروي چې د خپلو ځانونو لپاره يې نه خوښوي، پاک دی الله تعالی د هغه څه نه چې دوی ئې ورله مقرروي د دې بچو نه، او د ځان لپاره هغه څه مقرروي چې د دوی نفسونه يې غواړي د نارینو بچو نه، نو کومه یوه ګناه ډیر لویه ده د دې څخه؟!. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 16

وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُ ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِیْمٌ ۟ۚ

او کله چې خبر ورکړل شي یو کس ته د دوی نه په پیدایښټ د لور تک تور شي مخ د هغه د ډیرو بدو ګڼلو د هغه څه نه چې دوی ته پرې زیری ورکړی شوی، او زړه يې د غم او خفګان نه ډک شي، بیا دا الله تعالی ته د هغه څه نسبت کوي چې د خپل ځان لپاره يې نه خوښوي!. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 16

یَتَوَارٰی مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوْٓءِ مَا بُشِّرَ بِهٖ ؕ— اَیُمْسِكُهٗ عَلٰی هُوْنٍ اَمْ یَدُسُّهٗ فِی التُّرَابِ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟

پټیږي د خپل قوم نه د بد خبر له وجې نه چې دې ته پرې زیری ورکړی شوی د پیدایښت د لور نه، خپل ځان سره سوچ او فکر کوي: چې آیا وساتي دې لور لره سره د شرم او سر ټیټۍ نه او که یا يې ژوندۍ ښخه کړي، نو په خاورو کې به يې پټه کړي؟ څومره بده ده هغه فیصله چې دا مشرکین يې کوي، کله چې دوی د خپل رب لپاره د هغه څه فیصله کوي چې د خپل ځان لپاره يې بد ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 16

لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ مَثَلُ السَّوْءِ ۚ— وَلِلّٰهِ الْمَثَلُ الْاَعْلٰی ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

د هغو کافرانو لپاره چې په اخرت ایمان نه لري صفت ناکاره دی، د ضرورت نه بچي ته، او ناپوهي، او کفر، او الله تعالی لره دي ښایسته او اوچت صفتونه د عزت ، کمال او مالدارۍ او علم نه، او هغه الله پاک زورور دی په خپله بادشاهۍ کې هغه چې هیڅوک پرې نشي غالب کیدلی، حکیم دی په خپل پیدایښت، تدبیر او شریعت کې. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 16

وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِمْ مَّا تَرَكَ عَلَیْهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّلٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ لَا یَسْتَاْخِرُوْنَ سَاعَةً وَّلَا یَسْتَقْدِمُوْنَ ۟

او که سزا ورکولی الله پاک خلکو ته د هغوی د ظلم او په هغه باندې د کفر په وجه نو پریښودی به يې نه وای په ځمکه باندې هيڅ یو انسان او نه حیوان چې د ځمکې پر مخ حرکت کوي، خو لیکن هغه پاک ذات وروسته کوي دوی لره نیټې مقرری ته په خپل علم کې، نو کله چې دغه د هغه په علم کې مقرره نېټه راشي دوی نه وروسته کیږي د هغې نه او نه مخکې کیږي د هغې نه، او اګر که لږ وخت هم وي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 16

وَیَجْعَلُوْنَ لِلّٰهِ مَا یَكْرَهُوْنَ وَتَصِفُ اَلْسِنَتُهُمُ الْكَذِبَ اَنَّ لَهُمُ الْحُسْنٰی ؕ— لَا جَرَمَ اَنَّ لَهُمُ النَّارَ وَاَنَّهُمْ مُّفْرَطُوْنَ ۟

او دوی جوړوي الله پاک لره هغه چې هغوی يې بد ګڼي نسبت د هغې خپلو ځانونو ته د لورګانو څخه، او د دوی ژبې په دروغو باندې بیان کوي داچې دوی لره د الله تعالی په نزد ښایسته مرتبې دي که چیرته دا صحیح شي چې دوی به خامخا بیرته راپورته کیږی لکه دوی چې وايې، خامخا دوی لره اور دی، او دوی خامخا پریښودونکي دي په دې اور کې، هیڅکله به د دې نشي راویستل کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 16

تَاللّٰهِ لَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِیُّهُمُ الْیَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

قسم په الله تعالی یقینا مونږ لیږلي پیغمبران ډیرو امتونو ته ستا نه مخکې: -ای پیغمبره- نو ښایسته کړي دوي ته شیطان خپل بد کارونه د شرک او کفر او ګناهونو څخه، نو هغه د دوی د دروغو مددګار دی د قیامت په ورځ نو د هغه څخه دې مرسته وغواړي، او دوی لره د قیامت په ورځ دردناک عذاب دي. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 16

وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ اِلَّا لِتُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذِی اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ۙ— وَهُدًی وَّرَحْمَةً لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

او مونږ نه دی نازل کړی په تا باندې -ای پیغمبره- قرآن کریم مګر د دې لپاره چې ته تشریح کړې ټولو خلکو ته هغه چې دوی پکې اختلاف کوي د توحید او د بیرته راژوندي کیدلو او د شریعت د احکامو نه، او دا چې قرآن کریم هدایت او رحمت دی ایمان لرونکو لره په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو باندې، او په هغه څه چې په دې قرآن کریم کې دي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې په حق باندې فایده اخلي. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• من جهالات المشركين: نسبة البنات إلى الله تعالى، ونسبة البنين لأنفسهم، وأَنفَتُهم من البنات، وتغيّر وجوههم حزنًا وغمَّا بالبنت، واستخفاء الواحد منهم وتغيبه عن مواجهة القوم من شدّة الحزن وسوء الخزي والعار والحياء الذي يلحقه بسبب البنت.
د مشرکینو د ناپوهۍ څخه دا دي: الله تعالی ته د لورګانو نسبت کول، او خپلو ځانونو ته د نارینه بچو نسبت کول، او د هغوی نفرت د لورګانو نه، او د دوی مخونه په لور باندې د غم او مصیبت د وجې نه بدلیدل، او پټیدل د یو کس د دوی نه د خلکو سره د مخامخ کیدلو نه د سخت خفګان له وجې نه او د بدې بی شرمۍ او بې حیايۍ له وجې نه چې دې ته به د لور په وجه رسیږي. info

• من سنن الله إمهال الكفار وعدم معاجلتهم بالعقوبة ليترك الفرصة لهم للإيمان والتوبة.
د الله تعالی د طریقو نه دا ده: مهلت ورکول کافرانو ته او هغوی لره په تلوار سره سزا نه ورکول د دې لپاره چې دوی ته د ایمان او توبې فرصت پریږدي. info

• مهمة النبي صلى الله عليه وسلم الكبرى هي تبيان ما جاء في القرآن، وبيان ما اختلف فيه أهل الملل والأهواء من الدين والأحكام، فتقوم الحجة عليهم ببيانه.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لویه دنده دا ده چې تشریح د هغه څه چې په قرآن کریم کې دي، او بیان د هغه څه چې د ملتونو او خواهش پرستو خلکو پکې اختلاف کړی د دین او احکامو نه، نو په دوی باندې به په دې بیان سره دلیل قایم شي. info