పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

external-link copy
38 : 10

اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ؕ— قُلْ فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّثْلِهٖ وَادْعُوْا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

بلکې دغه مشرکان به وايي: محمد صلی الله عليه وسلم دغه قرآن له ځانه جوړ کړی دی او الله ته يې نسبت کړی دی، ای رسوله! هغوی ته په ځواب ورکولو ووايه: که چېرې ما له ځانه راوړی وي زه ستاسو غوندې يو انسان يم؛ نو تاسو هم د هغه غوندې يو سورت راوړئ او څوک چې د خپل ملاتړ لپاره را بللی شئ را ويې بولئ که چېرې تاسو په دغه دعوی کې رېښتيني واست چې قرآن درواغ له ځانه جوړکړل شوی دی، هيڅکله به د دغه توان ونلرئ، ستاسو توان نلرل حال دا چې د ژبې او فصاحت څښتنان ياست؛ دليل دی پر دې چې قرآن د الله له لوري نازل کړل شوی دی. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• الهادي إلى الحق هداية التوفيق هو الله وحده دون ما سواه.
حق ته د لارښوونې توفيق ورکوونکی يوازې الله دی له هغه پرته بل څوک نه دي. info

• الحث على تطلب الأدلة والبراهين والهدايات للوصول للعلم والحق وترك الوهم والظن.
د دلايلو، برهانونو او لارښوونو لټولو ته هڅونه تر څو پوهې او حق ته ورسيږي، وهم او شک پرېږدي. info

• ليس في مقدور أحد أن يأتي ولو بآية مثل القرآن الكريم إلى يوم القيامة.
دا د هيچا په وس کې نه دي چې که څه هم د قرآن د يو آيت غوندې وي تر قيامته څه راوړي. info

• سفه المشركين وتكذيبهم بما لم يفهموه ويتدبروه.
د مشرکانو حماقت او د هغوی لخوا د هغه څه درواغ ګڼل چې نه پرې پوهيږي او نه پکښې فکر کوي. info