அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - அபு ஜகாரியா

பக்க எண்:close

external-link copy
87 : 9

رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَفْقَهُوْنَ ۟

9-87 دوى په دې راضي شول چې د پاتې شويو (ښځو، ماشومانو) سره وي او د دوى پر زړونو مهر لګول شوى دى، ځكه نو دوى نه پوهېږي info
التفاسير:

external-link copy
88 : 9

لٰكِنِ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ جٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْخَیْرٰتُ ؗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

9-88 لېكن رسول او هغو كسانو چې له ده سره يې ایمان راوړى دى، هغوى په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړ او خاص د همدغو كسانو لپاره ښېګڼې دي او همدغه كسان كامیاب دي info
التفاسير:

external-link copy
89 : 9

اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠

9-89 الله د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې همېشه اوسېدونكي به وي په هغو كې، همدغه ډېر لوى برى دى info
التفاسير:

external-link copy
90 : 9

وَجَآءَ الْمُعَذِّرُوْنَ مِنَ الْاَعْرَابِ لِیُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِیْنَ كَذَبُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

9-90 او له اَعرابو (بانډېسیانو) څخه عذر جوړوونكي راغلل، د دې لپاره چې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړى شي او هغه كسان كېناستل چې الله او د هغه رسول ته يې دروغ ویلي وو، ژر به هغو كسانو ته، چې په دوى كې كافران شوي دي ؛ ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي info
التفاسير:

external-link copy
91 : 9

لَیْسَ عَلَی الضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَی الْمَرْضٰی وَلَا عَلَی الَّذِیْنَ لَا یَجِدُوْنَ مَا یُنْفِقُوْنَ حَرَجٌ اِذَا نَصَحُوْا لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— مَا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ مِنْ سَبِیْلٍ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

9-91 هېڅ ګناه او جرم نشته پر كمزورو او نه پر مریضانو او نه پر هغو كسانو چې نه مومي هغه (مال) چې يې ولګوي، كله چې دوى د الله او د هغه د رسول لپاره اخلاص كوي، په نېكي كوونكو باندې هېڅ (د الزام) لار نشته او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
92 : 9

وَّلَا عَلَی الَّذِیْنَ اِذَا مَاۤ اَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَاۤ اَجِدُ مَاۤ اَحْمِلُكُمْ عَلَیْهِ ۪— تَوَلَّوْا وَّاَعْیُنُهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا اَلَّا یَجِدُوْا مَا یُنْفِقُوْنَ ۟ؕ

9-92 او نه پر هغو كسانو (څه حرج شته) چې هر كله تا ته راغلي دي، د دې لپاره چې ته هغوى ته سورلۍ وركړې، تا وویل: زه نه مومم هغه (سورلي) چې تاسو پر هغې سواره كړم، نو هغوى وګرځي، په داسې حال كې چې د هغوى له سترګو اوښكې بهېږي، د دې غم په سبب چې دوى هغه (مال) نه مومي چې دوى يې ولګوي info
التفاسير:

external-link copy
93 : 9

اِنَّمَا السَّبِیْلُ عَلَی الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ وَهُمْ اَغْنِیَآءُ ۚ— رَضُوْا بِاَنْ یَّكُوْنُوْا مَعَ الْخَوَالِفِ ۙ— وَطَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

9-93 یقینا همدا خبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو پر هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي پر دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى پر زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي info
التفاسير: