அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ்

طور

external-link copy
1 : 52

وَالطُّوْرِ ۟ۙ

قسم د طور په غره. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 52

وَكِتٰبٍ مَّسْطُوْرٍ ۟ۙ

او قسم په لیکل شوی کتاب. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 52

فِیْ رَقٍّ مَّنْشُوْرٍ ۟ۙ

چې په خلاصه پاڼه کې لیکل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 52

وَّالْبَیْتِ الْمَعْمُوْرِ ۟ۙ

او قسم په اباد کور. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 52

وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوْعِ ۟ۙ

او قسم په لوړ چت[۳] info

[۳] ـ اسمان یا عرش(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
6 : 52

وَالْبَحْرِ الْمَسْجُوْرِ ۟ۙ

او قسم په څپانده سمندر. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 52

اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ ۟ۙ

او چې ستا د رب عذاب خامخا پیښیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 52

مَّا لَهٗ مِنْ دَافِعٍ ۟ۙ

هیڅ څوک یې مخه نیولای نشي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 52

یَّوْمَ تَمُوْرُ السَّمَآءُ مَوْرًا ۟

په هغه ورځ به اسمان بې دریغه ولړزیږي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 52

وَّتَسِیْرُ الْجِبَالُ سَیْرًا ۟ؕ

او غرونه به په خپل سر روان شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 52

فَوَیْلٌ یَّوْمَىِٕذٍ لِّلْمُكَذِّبِیْنَ ۟ۙ

په هغه ورځ د درواغ ګټونکو لپاره تباهي او هلاکت دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 52

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ خَوْضٍ یَّلْعَبُوْنَ ۟ۘ

د هغو کسانو لپاره چې په باطلو کې د لوبو په توګه ننوتلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 52

یَوْمَ یُدَعُّوْنَ اِلٰی نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا ۟ؕ

هغه ورځ چې د دوزخ په لور به کش کول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 52

هٰذِهِ النَّارُ الَّتِیْ كُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُوْنَ ۟

او ورته به ویلی شي چې دا همغه اور دی چې تاسې به درواغ ګاڼه. info
التفاسير: