அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ்

பக்க எண்:close

external-link copy
24 : 5

قَالُوْا یٰمُوْسٰۤی اِنَّا لَنْ نَّدْخُلَهَاۤ اَبَدًا مَّا دَامُوْا فِیْهَا فَاذْهَبْ اَنْتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَاۤ اِنَّا هٰهُنَا قٰعِدُوْنَ ۟

هغوی وویل ای موسی تر څو چې هغوی په دې ښار کې وي مونږ به هیڅکله هلته ورننه نه ووځو د خپل رب په ملاتړ ولاړ شه دواړه وجنګیږئ مونږ به دلته درته ناست یو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 5

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ لَاۤ اَمْلِكُ اِلَّا نَفْسِیْ وَاَخِیْ فَافْرُقْ بَیْنَنَا وَبَیْنَ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟

موسی وویل ای زما ربه! زه یوازې د خپل ځان او د خپل ورور واک لرم نو زمونږ او د فاسق قوم په مینځ کې پریکړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 5

قَالَ فَاِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَیْهِمْ اَرْبَعِیْنَ سَنَةً ۚ— یَتِیْهُوْنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟۠

الله پاک وفرمایل دا پاکه ځمکه پر دوی څلویښت کلونه حرامه شوه، دوی به لالهانده او سرګردانه ګرځي، نو ته په فاستق قوم مه غمجن کیږه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 5

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ ابْنَیْ اٰدَمَ بِالْحَقِّ ۘ— اِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ اَحَدِهِمَا وَلَمْ یُتَقَبَّلْ مِنَ الْاٰخَرِ ؕ— قَالَ لَاَقْتُلَنَّكَ ؕ— قَالَ اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللّٰهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ ۟

ای محمده! خپل قوم ته د ادم د دوه ځامنو رښتینې کیسه ووایه کله چې دواړو قرباني وړاندې کړه د یوه قربانې ومنل شوه او د هغه بل ونه منل شوه. خپل ورور ته یې وویل زه به دی خامخا وژنم. هغه ځواب ورکړ دا د الله کار دی چې یوازې د پرهیزګارانو قرباني قبلوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 5

لَىِٕنْۢ بَسَطْتَّ اِلَیَّ یَدَكَ لِتَقْتُلَنِیْ مَاۤ اَنَا بِبَاسِطٍ یَّدِیَ اِلَیْكَ لِاَقْتُلَكَ ۚ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اللّٰهَ رَبَّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

که تا زما د وژنې لپاره لاس را پورته کړ نو زه به ستا د وژنې په هڅه کې په تاپسې لاس اوږود نه کړم زه د هغه الله څخه ډاریږم چې د ټول عالم رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 5

اِنِّیْۤ اُرِیْدُ اَنْ تَبُوَْاَ بِاِثْمِیْ وَاِثْمِكَ فَتَكُوْنَ مِنْ اَصْحٰبِ النَّارِ ۚ— وَذٰلِكَ جَزٰٓؤُا الظّٰلِمِیْنَ ۟ۚ

زه غواړم چې ته زما او خپل دواړه ګناهونه په اوږو واخلې او د دوزخ څښتن شي او همدا د تیري کوونکو جزاء ده. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 5

فَطَوَّعَتْ لَهٗ نَفْسُهٗ قَتْلَ اَخِیْهِ فَقَتَلَهٗ فَاَصْبَحَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

د نفس هیلو ورور وژنې ته تیار او ویې واژه او د زیان کارانو له ډلې څخه وګڼل شو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 5

فَبَعَثَ اللّٰهُ غُرَابًا یَّبْحَثُ فِی الْاَرْضِ لِیُرِیَهٗ كَیْفَ یُوَارِیْ سَوْءَةَ اَخِیْهِ ؕ— قَالَ یٰوَیْلَتٰۤی اَعَجَزْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِثْلَ هٰذَا الْغُرَابِ فَاُوَارِیَ سَوْءَةَ اَخِیْ ۚ— فَاَصْبَحَ مِنَ النّٰدِمِیْنَ ۟

الله پاک یو کارغه ولیږه هغه ځمکه کنله تر څو وژونکي قابیل ته وښائي چې څرنګه د خپل ورور مړی پټولای شي، دکارغه ځمکې کنلو سره قابیل وویل های زما ناپوهۍ! زه له دی نه هم کم یم چې د دغه کارغه په شان د خپل ورور مړی پټ کړم.نو په خپله کړنه خورا زیات پښیمانه شو. info
التفاسير: