அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ்

external-link copy
104 : 2

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقُوْلُوْا رَاعِنَا وَقُوْلُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوْا ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ای مؤمنانو! (راعنا) [۲] مه وايئ بلکې ( انظرنا) ووايې: او خبره واورئ او پوه شئ چې کافرانو ته دردوونکی عذاب ورکول کیږي. info

[۲] منافقانو به ( راعنا) داسې کږولو چې ( راعینا) به ترې جوړ شو چې معنې یې ده( اې زمونږ شپونکیه) کابلی تفسیر.

التفاسير: