அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ்

பக்க எண்:close

external-link copy
35 : 18

وَدَخَلَ جَنَّتَهٗ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ ۚ— قَالَ مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ هٰذِهٖۤ اَبَدًا ۟ۙ

بیا خپل باغ ته په داسې حال کې چې له خپل ځان سره يې ظلم کاوو، ننوت. او ویې ویل: ګومان نه کوم چې دا باغ به کله له مینځه ولاړ شي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 18

وَّمَاۤ اَظُنُّ السَّاعَةَ قَآىِٕمَةً ۙ— وَّلَىِٕنْ رُّدِدْتُّ اِلٰی رَبِّیْ لَاَجِدَنَّ خَیْرًا مِّنْهَا مُنْقَلَبًا ۟ۚ

او ګومان مې نشته چې قیامت به مینځ ته راشي. او هو! بالفرض که زه د خپل رب خوا ته ور وګرځول شوم، نو هلته به له دې نه هم غوره ځای ومومم. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 18

قَالَ لَهٗ صَاحِبُهٗ وَهُوَ یُحَاوِرُهٗۤ اَكَفَرْتَ بِالَّذِیْ خَلَقَكَ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوّٰىكَ رَجُلًا ۟ؕ

ملګري یې په خبرو اترو کې ورته وویل: ایا ته اوس له هغه ذات نه منکریږي چې ته يې لومړی له خاورې او بیا له نطفې نه پیدا او بالاخر يې ورغ رمټ سړی درنه جوړ کړ؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 18

لٰكِنَّاۡ هُوَ اللّٰهُ رَبِّیْ وَلَاۤ اُشْرِكُ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟

خو زه، بس همغه الله زما رب دی، او زه له خپل رب سره هیڅوک نه برابروم. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 18

وَلَوْلَاۤ اِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ اللّٰهُ ۙ— لَا قُوَّةَ اِلَّا بِاللّٰهِ ۚ— اِنْ تَرَنِ اَنَا اَقَلَّ مِنْكَ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ۚ

او ته چې کله خپل باغ ته ننوتلې نو ولې دې ونه ویلې؟ ماشاء الله لاقوة الابالله[۲۱] که ته اوس ګورې چې زه له تا نه په مال او اولاد کې کم یم. info

[۲۱] څه چې د الله خوښه وي همغه کیږي او هیڅ توان نشته مګر یوازې د یو الله په کومک

التفاسير:

external-link copy
40 : 18

فَعَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِكَ وَیُرْسِلَ عَلَیْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِیْدًا زَلَقًا ۟ۙ

نو له خپل رب نه هیله من یم چې ستا له باغ نه ښه ما ته راکړي او ستا پر باغ یو اسماني تندر راښکته او خالي وچ میدان يې وګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 18

اَوْ یُصْبِحَ مَآؤُهَا غَوْرًا فَلَنْ تَسْتَطِیْعَ لَهٗ طَلَبًا ۟

یا يې اوبه په ځمکه کې پریووځي او ته یې په هیڅ شان راونشي ویستلی. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 18

وَاُحِیْطَ بِثَمَرِهٖ فَاَصْبَحَ یُقَلِّبُ كَفَّیْهِ عَلٰی مَاۤ اَنْفَقَ فِیْهَا وَهِیَ خَاوِیَةٌ عَلٰی عُرُوْشِهَا وَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُشْرِكْ بِرَبِّیْۤ اَحَدًا ۟

په پای کې د هغه د باغ ټولې میوې تباه او پر هغه لګښت چې پر باغ يې کړی ؤ خپل لاسونه مروړل او لیدل يې چې باغ يې پر چتونو چپه غورځیدلی نو ویل يې: کاشکې ما له خپل پروردګار سره څوک شریک نه وای ګڼلی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 18

وَلَمْ تَكُنْ لَّهٗ فِئَةٌ یَّنْصُرُوْنَهٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَمَا كَانَ مُنْتَصِرًا ۟ؕ

نه له الله پرته کومه ډله وه چې د هغه ملاتړيې کړی وای او نه يې په خپله څه کولای شو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 18

هُنَالِكَ الْوَلَایَةُ لِلّٰهِ الْحَقِّ ؕ— هُوَ خَیْرٌ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ عُقْبًا ۟۠

همغه وخت ښه څرګنده شوه چې واک یوازې له یو الله سره دی ثواب همغه ښّ دی چې الله يې ورکړي. او پای هم همغه ښه ده چې الله يې ښه کړې. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 18

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَّثَلَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ فَاَصْبَحَ هَشِیْمًا تَذْرُوْهُ الرِّیٰحُ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ مُّقْتَدِرًا ۟

او ای پیغمبره! هغوی ته د دنیا ژوند په مثال سره څرګند کړه چې: مونږ اوبه له اسمان نه راښکته ځمکه ورسره زرغونه او تازه شوه خو ډیر ژر زرغون څیزونه وچ کلک او بادونه يې هره خوا الوزي. او الله په هر څه قادر او توانا دی. info
التفاسير: