அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ்

حجر

external-link copy
1 : 15

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

الر: دا د الهي کتاب د څرګند او ښکاره قرآن ایتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 15

رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟

ډير ځلي به کافران هیله او ارزو کړي چې کاشکې هغوی هم مسلمانان وای. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 15

ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَیَتَمَتَّعُوْا وَیُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

ای محمده! پریږده يې چې خوراک وکړي، ګټې تر لاسه او اوږدې هیلي يې ښه مصروف وساتي ډيرژر به ورته پته ولګیږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 15

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ ۟

مونږ چې هر اولس تباه کړی د هغوی لپاره یوه ټاکلې نیټه لیکل شوې وه. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 15

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟

هیڅ امت له خپلې نیټې څخه نه وړاندې او نه ترې وروسته کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 15

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌ ۟ؕ

او کافران وايې چې: ای هغه سړیه چې اسماني پند درته راغلی دی ته خو سوچه لیونی یې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 15

لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

که ته رښتینی يې نو ولې مونږ ته ملایکې نه راولې؟ info
التفاسير:

external-link copy
8 : 15

مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ ۟

( الله پاک ځواب ورکوي) چې مونږ ملایکې یوازې د یوې حقې او ثابتې خبرې لپاره راښکته کوو او بیا په هغه وخت کې هیچا ته مهلت نه ورکول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 15

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟

بې شکه چې ذکر مونږ نازل کړی دی او مونږ به يې ساتو. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 15

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او ای محمده! مونږ له تانه وړاندې هم په ډیرو ولسونو کې پیغمبران لیږلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 15

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او هر اولس ته چې پیغمبر راغلی دی هغوی پرې ملنډې او مسخرې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 15

كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هو! په همدې توګه مونږ د مجرمانو په زړونو کې پر حق ملندو ته ځای ورکو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 15

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

نو دوی پرې ایمان نه راوړي په داسې حال کې چې د دواړو پخوانیو په هکله یوه لار جوړه شوي ده . info
التفاسير:

external-link copy
14 : 15

وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَ ۟ۙ

او بالفرض که مونږ دوي ته د اسمان دروازه خلاصه کړې وای نو دوی به په منډه پرې ورختل. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 15

لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ ۟۠

خامخا به يي ویلي وای چې په مونږ سترګې تړل شوي دي بلکې پر مونږ جادو شوی دی. info
التفاسير: