அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ்

external-link copy
109 : 12

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ مِّنْ اَهْلِ الْقُرٰی ؕ— اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— وَلَدَارُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اتَّقَوْا ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

او مونږ له تانه وړاندې هم یوازې سړي[۱۲] د رسولانو په توګه لیږلي مونږ هغوی ته وحې لیږله او د همدغو ښارونو او کلیو [۱۳] خلک وو. ایا دوی په ځمکه کې نه ګرځيږي چې وویني چې له دوی نه د پخوانیو خلکو پای څه شوه؟ او هو! د اخرت کور د هغو کسان لپاره ډیر غوره دی چې له شرک نه ځان وژغوري. ایا نو تاسې له عقل نه کار نه اخلئ. info

[۱۲] رسولان یوازې سړي وو ملائک، پیریان او ښځې هیڅکه د رسول په توګه نه دي ټاکل شوي( ابن جریر الطبری).
[۱۳] د همدغو کلیو خلک به وو کوم نابلد او نا اشنا خلک به نه وو.

التفاسير: