அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - சர்ப்ராஸ்

பக்க எண்:close

external-link copy
23 : 12

وَرَاوَدَتْهُ الَّتِیْ هُوَ فِیْ بَیْتِهَا عَنْ نَّفْسِهٖ وَغَلَّقَتِ الْاَبْوَابَ وَقَالَتْ هَیْتَ لَكَ ؕ— قَالَ مَعَاذَ اللّٰهِ اِنَّهٗ رَبِّیْۤ اَحْسَنَ مَثْوَایَ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُفْلِحُ الظّٰلِمُوْنَ ۟

او هغې ښځې چې دی يې په کور کې اوسیده ترې د ځان غوښتنه وکړه. ټولې دروازې يې بندې او ورته يې وویل هله ژر شه زه درته تیاره یم. یوسف وویل : په الله له دې بدۍ نه پنا غواړم او برسیره پر دې زما بادار زه ډير ښه ساتلی یم. او ظالمان [۲۵] هیڅکله خلاصیدلی نشي. info

[۲۵] هر څوک چې د خپل محسن له کورنۍ سره خیانت کوي هغه لويي ظالم دی.

التفاسير:

external-link copy
24 : 12

وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهٖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَاۤ اَنْ رَّاٰ بُرْهَانَ رَبِّهٖ ؕ— كَذٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوْٓءَ وَالْفَحْشَآءَ ؕ— اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِیْنَ ۟

او په یقین هغې د یوسف په لور پخه هڅه کړې وه او یوسف هم د هغې هڅه کړې وه که د خپل رب غوڅ دلیل نه وای لیدلی. په همدې توګه مونږ یوسف وژغوره تر څو له هغه نه د ټولو بدیو او ناکارو کارونو مخ واړوو. ځکه چې هغه زمونږ له غوره او سوچه کړی وو بنده ګانو څخه ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 12

وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِیْصَهٗ مِنْ دُبُرٍ وَّاَلْفَیَا سَیِّدَهَا لَدَا الْبَابِ ؕ— قَالَتْ مَا جَزَآءُ مَنْ اَرَادَ بِاَهْلِكَ سُوْٓءًا اِلَّاۤ اَنْ یُّسْجَنَ اَوْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

او دواړو دروازې په لور یو له بل نه [۲۶] د لومړي والي هڅه وکړه او ښځې د یوسف د کمیس د شاه لمن څیري او دواړه د دروازې په خول کې د هغې له خاوند [۲۷] سره مخ په مخ شول. او ښځې ورته وویل: د هغه چا جزا څې ستا حرم ته په بده وګوري بې له دې نه بل څه کیدای شي چې بندي[۲۸] او یا په دردناک عذاب وربړول شي. info

[۲۶] یوسف د وتلو او زلیخا د رانیولو لپاره منډه کړه
[۲۷] د دروازې په خوله د زلیخا خاوند او د یوسف له بادار سره مخ شول الله پاک تړلې دروازې په خپله وازي کړي.
[۲۸] دا چې زلیخا (یسجن) مجهوله کلمه استعمال کړي علماء وايي چې نه يي وښتل خپل معشوق ته سخته سزا ورکړي ( روح المعاني).

التفاسير:

external-link copy
26 : 12

قَالَ هِیَ رَاوَدَتْنِیْ عَنْ نَّفْسِیْ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ اَهْلِهَا ۚ— اِنْ كَانَ قَمِیْصُهٗ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

یوسف وویل: دې له مانه زما ځان غوښتی دی او د زلیخا د کورنۍ یوه غړي شهادت ورکړ چې که د یوسف کمیس له مخې نه څیرې [۲۹] شوی وي نو زلیخا رښتینې ده او یوسف له درواغجنو نه دی. info

[۲۹] معنا دا چې یوسف حمله کړې او د ښځې دفاع .

التفاسير:

external-link copy
27 : 12

وَاِنْ كَانَ قَمِیْصُهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

او که کمیس يې د شا[۳۰] له لورې څیرې شوی وي نو زلیخا درواغ وايې او یوسف له رښتینو نه دی. info

[۳۰] معنا دا چې یوسف تیښته کوله او ښځې رانیو( تفسیر الماوردی).

التفاسير:

external-link copy
28 : 12

فَلَمَّا رَاٰ قَمِیْصَهٗ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ اِنَّهٗ مِنْ كَیْدِكُنَّ ؕ— اِنَّ كَیْدَكُنَّ عَظِیْمٌ ۟

کله چې عزیز ولیده کمیس د شا له لورې څیرې شوی ویې ویل دا کار ستاسې ښځینه مکر او چل دی بې له شکه چې ستاسې مکر او فریب ډیر لوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 12

یُوْسُفُ اَعْرِضْ عَنْ هٰذَا ٚ— وَاسْتَغْفِرِیْ لِذَنْۢبِكِ ۖۚ— اِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخٰطِـِٕیْنَ ۟۠

ای یوسف! دا خبره [۳۱] پریږده او ای زلیخا د خپلې ګناه بښنه وغواړه بې له شکه چې همدا ته ګناه کاره يې. info

[۳۱] چا ته يې مه وايه( فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير:

external-link copy
30 : 12

وَقَالَ نِسْوَةٌ فِی الْمَدِیْنَةِ امْرَاَتُ الْعَزِیْزِ تُرَاوِدُ فَتٰىهَا عَنْ نَّفْسِهٖ ۚ— قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ؕ— اِنَّا لَنَرٰىهَا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

د ښار څو ښځو وویل د عزیز ښځه د خپل غلام پسې شوې[۳۲] او د هغه مینې يي د زړه پردې ورشکولي دي. زمونږ په نزد هغه په څرګنده غلط کار کوي. info

[۳۲] چې له غلام سره يې عشق بازې شروع کړي: یعنې بد کاري جرم نه وو بلکې جرم دا وو چې له غلام سره يي کوي.

التفاسير: