அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம்

دخان

external-link copy
1 : 44

حٰمٓ ۟ۚۛ

حم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 44

وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ

په (دې) څرګند كتاب قسم. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 44

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةٍ مُّبٰرَكَةٍ اِنَّا كُنَّا مُنْذِرِیْنَ ۟

چې بېشکه هغه مو په يوه بركتي شپه كې نازل كړى، په رېښتيا موږ وېرونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 44

فِیْهَا یُفْرَقُ كُلُّ اَمْرٍ حَكِیْمٍ ۟ۙ

په هغه (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 44

اَمْرًا مِّنْ عِنْدِنَا ؕ— اِنَّا كُنَّا مُرْسِلِیْنَ ۟ۚ

زموږ لخوا حكم شوى، بېشكه موږ د رسولانو لېږونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 44

رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ

ستا د پالونکي له لوري د يو رحمت په توګه، په رېښتيا همغه ښه اورېدونكى ډېر پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 44

رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۘ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟

د آسمانونو، ځمكې او هغه څه پالونکی دی چې د هغو دواړو ترمنځ دي، كه تاسي باور كوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 44

لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

له هغه پرته بل الله نشته، هغه ژوندي كوي او مړه كوي ستاسي رب دى او ستاسي د لومړنيو پلرونو رب دى. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 44

بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ یَّلْعَبُوْنَ ۟

خو په اصل كې هغوى په شك كې (پراته) لوبې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 44

فَارْتَقِبْ یَوْمَ تَاْتِی السَّمَآءُ بِدُخَانٍ مُّبِیْنٍ ۟ۙ

نو د هغې ورځې انتظار كوه چې آسمان يو څرګند لوګى راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 44

یَّغْشَی النَّاسَ ؕ— هٰذَا عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

چې پر خلكو به راخپور شي، دا يو دردوونکی عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 44

رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ اِنَّا مُؤْمِنُوْنَ ۟

(وايي به) زموږ ربه! دا عذاب رانه ايسته كړه په رېښتيا موږ ايمان راوړونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 44

اَنّٰی لَهُمُ الذِّكْرٰی وَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

(بيا به) د هغوى لپاره نصيحت له كومه شي؟ حال دا چې هغوى ته ښكاره بيانوونكى رسول هم راغلی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 44

ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوْا مُعَلَّمٌ مَّجْنُوْنٌ ۟ۘ

خو بيايې هم مخ ترې وګرځولو او ويې ويل: ښوونه ورته شوې (يا) لېونى دى. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 44

اِنَّا كَاشِفُوا الْعَذَابِ قَلِیْلًا اِنَّكُمْ عَآىِٕدُوْنَ ۟ۘ

موږ دا عذاب لږ (موده) ايسته كوو خو تاسي بېرته خپل حال ته ورګرځېدونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 44

یَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرٰی ۚ— اِنَّا مُنْتَقِمُوْنَ ۟

هغه ورځ چې موږ به سخت نيول وكړو بېشكه موږ غچ اخيستونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 44

وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَآءَهُمْ رَسُوْلٌ كَرِیْمٌ ۟ۙ

او له هغوى مخكې مو د فرعون قوم ازمويلى و او يو عزتمن رسول ورغلى و. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 44

اَنْ اَدُّوْۤا اِلَیَّ عِبَادَ اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

چې د الله بندګان (بني اسرائيل) راته وسپارئ، زه تاسىي لپاره يو امانتداره رسول يم. info
التفاسير: