அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம்

பக்க எண்:close

external-link copy
26 : 40

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُوْنِیْۤ اَقْتُلْ مُوْسٰی وَلْیَدْعُ رَبَّهٗ ۚؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یُّبَدِّلَ دِیْنَكُمْ اَوْ اَنْ یُّظْهِرَ فِی الْاَرْضِ الْفَسَادَ ۟

او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسى ووژنم او هغه دې خپل رب را وبولي، زه وېرېږم چې ستاسي دين به بدل كړي يا به په دې ځمكه كې فساد را ولاړ كړي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 40

وَقَالَ مُوْسٰۤی اِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ مِّنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسَابِ ۟۠

او موسى وويل: زه پنا غواړم په خپل رب او ستاسو رب پورې له هر هغه كبرجنه چې د حساب په ورځ ايمان نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 40

وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ ۖۗ— مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَكْتُمُ اِیْمَانَهٗۤ اَتَقْتُلُوْنَ رَجُلًا اَنْ یَّقُوْلَ رَبِّیَ اللّٰهُ وَقَدْ جَآءَكُمْ بِالْبَیِّنٰتِ مِنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَاِنْ یَّكُ كَاذِبًا فَعَلَیْهِ كَذِبُهٗ ۚ— وَاِنْ یَّكُ صَادِقًا یُّصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِیْ یَعِدُكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ ۟

او د فرعون له كورنۍ يو مومن چې خپل ايمان يې پټولو، وويل: آيا تاسو يو داسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى، حال دا چې ستاسي د رب لخوا يې څرګند دليلونه هم درته راوړي، كه دروغجن وي نو دروغ يې پر ده دي او كه رښتينى وي څه نا څه هغه (عذاب) به در ورسيږي چې درسره ژمنه كوي، بېشكه الله هغه چاته لار نه ښايي چې زياتى كوونكى دروغجن وي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 40

یٰقَوْمِ لَكُمُ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ظٰهِرِیْنَ فِی الْاَرْضِ ؗ— فَمَنْ یَّنْصُرُنَا مِنْ بَاْسِ اللّٰهِ اِنْ جَآءَنَا ؕ— قَالَ فِرْعَوْنُ مَاۤ اُرِیْكُمْ اِلَّا مَاۤ اَرٰی وَمَاۤ اَهْدِیْكُمْ اِلَّا سَبِیْلَ الرَّشَادِ ۟

ای زما قومه! نن خو پاچايي ستاسو ده، په ځمكه كې برلاسي ياست خو كه د الله عذاب راغلو نو بيا به مو څوك بچ كړي؟ فرعون وويل: زه يوازې هغه (مصلحت) درښايم چې زه يې وينم او د ښېګڼې له لارې پرته بله نه درښايم. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 40

وَقَالَ الَّذِیْۤ اٰمَنَ یٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ مِّثْلَ یَوْمِ الْاَحْزَابِ ۟ۙ

(بيا) هغه (كس) چې ايمان يې راوړى و، وويل: ای قومه! زه پر تاسو د (پخوانيو) ډلو له ورځې وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 40

مِثْلَ دَاْبِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّعَادٍ وَّثَمُوْدَ وَالَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ ۟

لكه د نوح د قوم حالت، د عاد، ثمود او كوم چې له هغوى وروسته وو او الله د بندګانو لپاره د ظلم اراده نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 40

وَیٰقَوْمِ اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ یَوْمَ التَّنَادِ ۟ۙ

او ای زما قومه! زه پر تاسو (يو بل ته) د چېغو وهلو له ورځې ډارېږم. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 40

یَوْمَ تُوَلُّوْنَ مُدْبِرِیْنَ ۚ— مَا لَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ عَاصِمٍ ۚ— وَمَنْ یُّضْلِلِ اللّٰهُ فَمَا لَهٗ مِنْ هَادٍ ۟

هغه ورځ چې تاسې بېرته په شا ګرځېدونكي ياست، نه به وي ستاسو لپاره له الله نه څوك ژغورونكى، او هغه څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا یې څوک لارښوونكى نشته. info
التفاسير: