அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம்

பக்க எண்:close

external-link copy
20 : 26

قَالَ فَعَلْتُهَاۤ اِذًا وَّاَنَا مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ؕ

(موسى) وويل: ما هغه وخت كړى و چې زه له ناپوهانو وم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 26

فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِیْ رَبِّیْ حُكْمًا وَّجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

بيا چې كله ووېرېدم نو درڅخه وتښتېدم، نو خپل رب مې حكم (علم) راكړ او په رسولانو كې يې شامل كړم. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 26

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَیَّ اَنْ عَبَّدْتَّ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

او (آيا) دا كومه پېرزوينه ده چې پر ما يې احسان باروې دا چې بني اسرائيل دې مريان كړي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 26

قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

فرعون وويل: او دا رب العالمين لاڅه دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 26

قَالَ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟

وېلې د آسمانو، ځمكې او د هغو تر منځ د ټولو شيانو پالونكى، كه تاسو باور كوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 26

قَالَ لِمَنْ حَوْلَهٗۤ اَلَا تَسْتَمِعُوْنَ ۟

فرعون خپلو شاوخوا خلكو ته وويل: تاسو نه اورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 26

قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

موسى وويل: ستاسو پالونكى او ستاسو د مخکېنيو پلرونو پالونكى دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 26

قَالَ اِنَّ رَسُوْلَكُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْكُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۟

فرعون وويل: يقيناً ستاسو دا رسول چې درته رالېږل شوى بالكل ليونى دى. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 26

قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

موسى وويل: د ختيځ، لويديځ او د هغو تر منځ شيانو رب دى، كه تاسو عقل كاروئ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 26

قَالَ لَىِٕنِ اتَّخَذْتَ اِلٰهًا غَیْرِیْ لَاَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُوْنِیْنَ ۟

فرعون وويل: كه له ما پرته دې بل معبود ونيولو، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 26

قَالَ اَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَیْءٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ

موسى وويل: كه څه هم يو څرګند شى درته راوړم. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 26

قَالَ فَاْتِ بِهٖۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ويې ويل: كه ته رښتينى يې نو رايې وړه! info
التفاسير:

external-link copy
32 : 26

فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

نو ګذاره یې کړه لکړه (امسا) خپله؛ نو هغه يو دم ښكاره ښامار و. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 26

وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠

او چې خپل لاس يې راوويستو نو هغه (ټولو) كتونكو ته روڼ ځلاند و. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 26

قَالَ لِلْمَلَاِ حَوْلَهٗۤ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

فرعون خپلو چاپېرو سردارانو ته وويل: بې شكه چې دا سړى هرومرو يو پوه كوډګر دى. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 26

یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهٖ ۖۗ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟

غواړي چې په خپلو كوډو تاسي له خپلې ځمكې وباسي؛ نو تاسو څه حكم كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 26

قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَابْعَثْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ

هغوى وويل: دى او ورور يې ايسار كړه او ولیږه ښارونو ته راټولوونکي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 26

یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِیْمٍ ۟

چې هر يو پوه كوډګر درته راولي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 26

فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ

بيا نو د يوې معلومې ورځې په ټاكلي وخت كوډګران راټول كړى شول. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 26

وَّقِیْلَ لِلنَّاسِ هَلْ اَنْتُمْ مُّجْتَمِعُوْنَ ۟ۙ

او خلكو ته وويل شول چې تاسې به راټوليږئ؟ info
التفاسير: