அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு - மொழிபெயர்ப்பு முன்னோடிகள் மையம்

பக்க எண்:close

external-link copy
3 : 25

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً لَّا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ وَلَا یَمْلِكُوْنَ لِاَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَّلَا نَفْعًا وَّلَا یَمْلِكُوْنَ مَوْتًا وَّلَا حَیٰوةً وَّلَا نُشُوْرًا ۟

او هغوی له هغه پرته داسې معبودان (ځانته) ونيول چې هيڅ نه پيدا كوي بلكې په خپله هغوى پيدا كول كيږي، او خپلو ځانو ته هم د څه تاوان او ګټې واك نه لري او نه يې مرګ، نه ژوند او نه (مړي) بيا راژوندي كول په واك كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 25

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اِفْكُ ١فْتَرٰىهُ وَاَعَانَهٗ عَلَیْهِ قَوْمٌ اٰخَرُوْنَ ۛۚ— فَقَدْ جَآءُوْ ظُلْمًا وَّزُوْرًا ۟ۚۛ

او كافر شويو خلکو وويل چې دا له درواغو پرته بل څه نه دي چې خپله يې جوړ كړي او نورو خلكو يې په هغه كې مرسته كړې! په حقيقت كې (خپله) دوى سخت ظلم او درواغ منځ ته راوړل. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 25

وَقَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ اكْتَتَبَهَا فَهِیَ تُمْلٰی عَلَیْهِ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟

او هغوى (دا هم) وويل: دا د پخوانيو كيسې دي، په چا يې ليكلې؛ نو (اوس) هماغه سهار او ماښام ده ته لوستل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 25

قُلْ اَنْزَلَهُ الَّذِیْ یَعْلَمُ السِّرَّ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟

ورته ووايه: دا هغه ذات رانازل كړى چې په آسمانونو او ځمكه كې په هر پټ شي پوهيږي، بې شكه هماغه ښه بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 25

وَقَالُوْا مَالِ هٰذَا الرَّسُوْلِ یَاْكُلُ الطَّعَامَ وَیَمْشِیْ فِی الْاَسْوَاقِ ؕ— لَوْلَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَلَكٌ فَیَكُوْنَ مَعَهٗ نَذِیْرًا ۟ۙ

هغوى وويل: دا څنګه رسول دى چې خواړه خوري او بازارونو كې ګرځي راګرځي، ولې كومه پرېښته ورته راكوزه نه كړى شوه چې هغه هم د وېروونكي په توګه ورسره وى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 25

اَوْ یُلْقٰۤی اِلَیْهِ كَنْزٌ اَوْ تَكُوْنُ لَهٗ جَنَّةٌ یَّاْكُلُ مِنْهَا ؕ— وَقَالَ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟

يا كومه خزانه ورته راغورځول شوی وی، يا د هغه يو بڼ وى چې (بې غمه يې) ترې خوړلاى! او دې ظالمانو (لا دا هم) وويل چې تاسي په يو كوډو وهلي سړي پسې روان ياست. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 25

اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟۠

ګوره هغوی څنګه مثالونه درپورې وويل چې (دا دى) په خپله بې لارې شول او (اوس) د هيڅ لارې وس نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 25

تَبٰرَكَ الَّذِیْۤ اِنْ شَآءَ جَعَلَ لَكَ خَیْرًا مِّنْ ذٰلِكَ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— وَیَجْعَلْ لَّكَ قُصُوْرًا ۟

هغه ذات بركتناك دى چې كه وغواړې له دې غوره شيان به درته پيدا كړي، ډېر داسې باغونه چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي او ماڼۍ به (هم) درته پيدا كړي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 25

بَلْ كَذَّبُوْا بِالسَّاعَةِ وَاَعْتَدْنَا لِمَنْ كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِیْرًا ۟ۚ

خو هغوى قيامت درواغ ګڼلى او موږ هغه چاته چې قيامت درواغ ګڼي بل شوى اور چمتو كړى دى. info
التفاسير: