அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

رحمن

சூராவின் இலக்குகளில் சில:
تذكير الجن والإنس بنعم الله الباطنة والظاهرة، وآثار رحمته في الدنيا والآخرة.
پېريانو او انسانانوته د الله ښکاره او پټې پېرزوينې ور په يادول او په دنيا او آخرت کې د هغه د لورېينې اغېزې. info

external-link copy
1 : 55

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ

هغه مهربان چې د پراخه لورېينې څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 55

عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ

هغه خلکو ته قرآن په آسانه يادولو او د هغه د معناوو په آسانه پوهولو سره ښوولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ

هغه انسان سم پيداکړی، او د هغه صورت يې ښايسته کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 55

عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟

هغه ته يې ښوولي دي چې څه ډول د خپل زړه خبره په ويلو او ليکلو سره بيان کړي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 55

اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ

او لمر او سپوږمۍ يې اندازه کړي، چې په باوري حساب سره تاوېږي ترڅو خلک د کلونو شمېر او حساب پرې معلوم کړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 55

وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟

او هغه شينګي چې تنه نه لري او ونې دواړه الله پاک لره سجده کوي، هغه لره غاړه اېښودونکي او سر ټيټوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 55

وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ

او پر ځمکه سربېره يې آسمان د ځمکې لپاره د چت په توګه پورته کړی، او په ځمکه کې يې عدالت ثابت کړی، او خپلو بندګانو ته يې د هغه امر کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 55

اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟

ای خلکو! عدالت يې د دې لپاره ثابت کړی ترڅو تاسو تېری او په تول او پېمانه کې خيانت ونه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 55

وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟

او په خپلو منځونو کې تول سم په عدل سره ترسره کوئ، په تول يا پېمانه کې کمی مه کوئ کله چې نورو ته پېمانه او يا تول کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 55

وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ

او ځمکه يې داسې چمتو کړې اېښې ده چې خلک پرې ځای پرځای کېدای شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 55

فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ

په هغې کې داسې ونې دي چې مېوې کوي، او داسې د خرما ونې دي چې وښي يې له خرماوو ډک دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 55

وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ

او په هغې د وښو والا دانې دي لکه غنم او وربشې، او داسې شينګي دي پکې چې تاسې يې بويوئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
14 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ

هغه آدم عليه السلام له داسې وچې خټې پيداکړ چې شرنګهار يې اورېدل کېدی، لکه پخه کړل شوې خټه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 55

وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ

او د پېريانو پلار يې د اور د لمبې چې د دود څخه پاکه سوچه وي پيداکړ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
17 : 55

رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ

هغه په اوړي او ژمي کې د لمر د دواړو ختيځونو او دواړو لوېديځونو پالونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای د پېريانو او انسانانو ډلې! پر تاسو د الله له ډېرو پېرزوينو به کوم درواغ ګڼئ؟! info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• كتابة الأعمال صغيرها وكبيرها في صحائف الأعمال.
د اعمالو څخه د وړو او لويو ليکل يې د اعمالو په پاڼو کې. info

• ابتداء الرحمن بذكر نعمه بالقرآن دلالة على شرف القرآن وعظم منته على الخلق به.
د مهربان الله له لوري د قرآن په نعمت پيل د قرآن پر شرف او پر خلکو يې د احسان پر لوی والي دلالت کوي. info

• مكانة العدل في الإسلام.
په اسلام کې د عدالت مرتبه. info

• نعم الله تقتضي منا العرفان بها وشكرها، لا التكذيب بها وكفرها.
د الله نعمتونه له موږ څخه د هغو د پېژندګلوۍ اوپر هغو د شکر غوښتنه کوي، نه د هغو د درواغ ګڼلو او له هغو څخه د نټه کولو. info