அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

external-link copy
85 : 43

وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او د الله خير او هغه پاک ذات برکت زياتيږي، هغه ذات چې يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده او د هغو دواړو ترمنځ چې دي د هغو پاچايي ده، او يوازې هغه سره د قیامت د نیټې پوهه ده چې قيامت پکې رامنځته کيږي، له هغه پرته له بل چا سره يې پوهه نشته، او يوازې د هغه لوري په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره ورګرځول کېږئ. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• كراهة الحق خطر عظيم.
د حق بد ګڼلو خطر لوی دی. info

• مكر الكافرين يعود عليهم ولو بعد حين.
د کافرانو چل پر هغوی ورګرځي که څه هم له يوې مودې وروسته وي. info

• كلما ازداد علم العبد بربه، ازداد ثقة بربه وتسليمًا لشرعه.
هر کله چې د بنده پوهه د خپل پالونکي په اړه زياتيږي، نو همدومره يې پر خپل پالونکي باور او د هغه شريعت ته غاړه اېښودل زياتيږي. info

• اختصاص الله بعلم وقت الساعة.
د قيامت د وخت پوهه تر الله پورې ځانګړې ده. info