அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

صافات

சூராவின் இலக்குகளில் சில:
تنزيه الله عما نسبه إليه المشركون، وإبطال مزاعمهم في الملائكة والجن.
د هغه څه څخه د الله تعالی پاکې چې مشرکانو ورته منسوب کړي، او د ملائکو او پېریانو په اړه د هغوی د دعوو باطل والی. info

external-link copy
1 : 37

وَالصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۟ۙ

قسم دی په هغو ملائکو چې د عبادت پر مهال جوښت صفونه جوړوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 37

فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًا ۟ۙ

او قسم دی په هغو ملائکو چې ورېځې شړي، او هغه خوا ته یې ټېل وهي چېرته چې الله وغواړي چې وورېږي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 37

فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ

او قسم دی په هغو ملائکو چې د الله کلام لولي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 37

اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ۟ؕ

بېشکه ستاسو په حقه معبود -ای خلکو- یوازې یو دی چې شریک نه لري، او هغه الله دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 37

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ۟ؕ

د اسمانونو رب، او ځمکې رب، او د هغو شیانو رب چې تر منځ يې دي، او د لمر رب د راختلو او پرېوتلو په ځایو کې د کال په اوږدو کې. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 37

اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ ١لْكَوَاكِبِ ۟ۙ

بېشکه مونږ ځمکې ته نږدې آسمان په ښکلي ښایست سره ښایسته کړی، چې هغه ستوري دي چې په لېدلو کې د ځلېدونکو ملغلرو په څېر دي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 37

وَحِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍ ۟ۚ

او د دنیا آسمان مو په ستورو ساتلی له هر سرکښ او له طاعت وتونکي شیطان څخه؛ نو ویشتل کېږي به پرې. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 37

لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَیُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ۟

دا شیطانان وس نلري چې په آسمان کې د ملائکو خبرې واوري کله چې هغوی د شریعت او تقدیر په اړه خبري کوي کوم چې ورته خپل رب وحي کړې وي، او له هرې خوا په سوځوونکو لمبو ویشتل کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 37

دُحُوْرًا وَّلَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌ ۟ۙ

دوی ته د غوږ نیولو څخه د شړلو او لرې کولو له کبله، او دوی لره په آخرت کې دردناک عذاب دی چې نه پرې کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 37

اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ۟

پرته له هغو شیطانانو چې څه وتښتوي، او هغه هم دا خبره وي په کومه کې چې ملائکې پرې بحث کوي او د دوی ترمنځ اوړي او لا هم د ځمکې خلکو ته یې علم نه وي رسېدلی، نو یو روښانه لمبه ورپسې شي سوځوي یې، او کله دا وینا له سوځېدو مخکې خپلو ورونو ته ورکړي نو کاهنانو (غیب ویونکو) ته ورسي، نو ورسره سل دروغه نور یوځای کړي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 37

فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ ۟

نو -ای محمده- پوښتنه وکړه له بعث (پاڅون) څخه منکرو کافرانو څخه: آیا دوی په پېدایښت کې سخت دي او په تنو کې ځواکمن دي او په غړو کې ستر دي له هغو څخه چې مونږ کوم آسمانونه او ځمکه او ملائکې پېدا کړي؟ مونږ دوی پېدا کړي له سرېښناکې خټې څخه، نو څرنګه له بعث (پاڅون) نه انکار کوي، په داسې حال کې چې دوی له یو کمزوري مخلوق څخه پېدا شوي چې هغه سرېښناکه خټه ده؟. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 37

بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُوْنَ ۪۟

بلکې ته تعجب کوې -ای محمده- د الله د ځواک او د هغه د مخلوقاتو د چارو د سمون په اړه او تعجب کوې په دروغجنولو د مشرکانو پاڅون لره او دوی مشرکان د پاڅون د سخت دروغجنولو له کبله په هغه څه ملنډې وهي چې ته یې د هغه (پاڅون) په اړه وایې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 37

وَاِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ ۪۟

او کله چې دوی مشرکانو ته د پند اخیستلو لپاره وعظ وشي نو پند ترې نه اخلي، او نه ترې ګټه اخلي، د دوی د زړونو د سختوالي له کبله. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 37

وَاِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ ۪۟

او کله چې د پېغمبر علیه السلام د هغو نښانو څخه کومه نښه وګورې چې د ده د ریښتنولۍ څرګندونه کوي نو په ملنډو وهلو کې زیاتوالی وکړي او تعجب پرې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 37

وَقَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

او دوی و ویل: هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي پرته له ښکاره سحر (کوډو) بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 37

ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

آيا کله چې موږ مړه شو، خاورې او زاړه له منځه تللي هډوکي شو؟ آيا موږ به له دغه وروسته بېرته ژوندي را پاڅېږو؟ دا خو ډېره لرې خبره ده.
info
التفاسير:

external-link copy
17 : 37

اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟ؕ

او آیا زمونږ لومړني پلرونه چې مونږ څخه مخکې مړه شوي دي هم را پاځېږي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 37

قُلْ نَعَمْ وَاَنْتُمْ دَاخِرُوْنَ ۟ۚ

دوی ته په ځواب کې ووایه -ای محمده-: هو، را پاڅئ به تاسو پس له دې چې خاورې او زاړه هډوکې وګرځئ او ستاسو لومړني پلرونه به هم را پاڅي، ټول به را پاڅئ په داسې حال کې چې خوار او ذلیل به یاست. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 37

فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

نو بېشکه دا په شپېلۍ کې یو پوکی دی (دویم پوکی) نو یو دم به ټول د قیامت د ورځې سختیو ته ګوري او انتظار به باسي چې الله تعالی ورسره څه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 37

وَقَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟

او پاڅون لره دروغ ګڼوونکي مشرکان به وایي: ای زمونږ تباهۍ دا خو د بدلې ورځ ده هغه چې الله پکې خپلو بندګانو ته بدله ورکوي د هغه څه چې د دنیا په ژوند کې یې کوم عمل وړاندې کړی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 37

هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟۠

نو ورته به وویل شي: دا د بندګانو تر منځ د هغه فیصلې ورځ ده چې تاسو به ترې انکار کولو او په دنیا کې به مو دروغ ګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 37

اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَاَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خوا ته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 37

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ ۟

۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خواته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 37

وَقِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَ ۟ۙ

او اور ته له ننوتلو وړاندې یې د حساب لپاره بند کړئ، پس د دوی څخه پوښتنه کیدای شي، بیا یې د اور خوا ته ور ټېله کړئ. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• تزيين السماء الدنيا بالكواكب لمنافع؛ منها: تحصيل الزينة، والحفظ من الشيطان المارد.
په ستورو سره د دنیا د آسمان ښایست له ګټو لپاره دی؛ چې له هغو څخه: د ښایست ترلاسه کول، او له سرکښ شیطان څخه ساتل دي. info

• إثبات الصراط؛ وهو جسر ممدود على متن جهنم يعبره أهل الجنة، وتزل به أقدام أهل النار.
د صراط (پل صراط) ثابتېدل، کوم چې د دوزخ په سر اوږد پل دی او جنتیان پرې تېرېږي، او د دوزخیانو پښې پرې خوېږي. info