அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

பக்க எண்:close

external-link copy
62 : 24

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاِذَا كَانُوْا مَعَهٗ عَلٰۤی اَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ یَذْهَبُوْا حَتّٰی یَسْتَاْذِنُوْهُ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَسْتَاْذِنُوْنَكَ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ۚ— فَاِذَا اسْتَاْذَنُوْكَ لِبَعْضِ شَاْنِهِمْ فَاْذَنْ لِّمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

بې شکه په خپل ايمان کې رېښتيني مؤمنان هغه کسان دي، چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی، کله چې له نبي صلی الله عليه وسلم سره د مسلمانانو د يو ګټې په چاره کې يوځای وي؛ نو تر هغه وخته نه ترې ځي تر څو يې د تلو اجازه نه وي غوښتې، پرته له شکه هغه کسان چې د عذر پر مهال له تا څخه اجازه غواړي ای رسوله! همدوی په حقه پر الله او د هغه پر رسول باور لري؛ نو کله چې له تا څخه د خپل کوم مهم کار لپاره اجازه وغواړي، له هغوی چې دې چاته خوښه وي اجازه ورکړه، هغوی ته يې د ګناهونو بښنه غواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 24

لَا تَجْعَلُوْا دُعَآءَ الرَّسُوْلِ بَیْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا ؕ— قَدْ یَعْلَمُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ یَتَسَلَّلُوْنَ مِنْكُمْ لِوَاذًا ۚ— فَلْیَحْذَرِ الَّذِیْنَ یُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِیْبَهُمْ فِتْنَةٌ اَوْ یُصِیْبَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ای مؤمنانو د الله د رسول درناوی وکړئ، کله چې آواز ورکوئ، نو په نوم يې مه رابولئ، لکه اې محمده او د هغه د پلار په نوم لکه اې د عبدالله زويه! لکه څنګه چې ستاسو ځينې له ځينو سره کوي، بلکې وواياست: اې د الله رسوله! اې د الله نبي! او کله مو چې کوم عام کار ته را بولي، نو د هغه رابلل د عامو رابللو غوندې مه کوئ لکه ستاسو ځينې يې ځينو ته عادتا په کوچنيو چارو کې کوي، بلکې د هغې د را بللو منلو ته له يوبل وړاندې کېږئ، بېشکه الله پر هغو خلکو پوهيږي چې له تاسو یې ځينې پرته له اجازې پټ وځي، نو هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امره سرغړونه کوي ودې ډار شي چې هغوی ته به الله کومه ستونزه او کړاو ورسوي او يا به داسې دردوونکې سزا ور ورسوي چې هغوی به يې نشي زغملای.
info
التفاسير:

external-link copy
64 : 24

اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قَدْ یَعْلَمُ مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ ؕ— وَیَوْمَ یُرْجَعُوْنَ اِلَیْهِ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠

خبردار اوسئ د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي هغه يوازې الله لره دي، ای خلکو تاسو چې په هر حال کې وئ هغه پرې پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، د قيامت په ورځ چې له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو هغه ته ورګرځي؛ نو هغوی به د دنيا پر هغو کړنو چې ترسره کړې يې دي خبر کړي، او الله پر هر څه ښه پوه دی، په آسمانونو او ځمکه کې هيڅ هم ترې پټ نه دي. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• دين الإسلام دين النظام والآداب، وفي الالتزام بالآداب بركة وخير.
د اسلام دين د نظام او آدابو دين دی، او د آدابو په مراعات کې خير او برکت دی. info

• منزلة رسول الله صلى الله عليه وسلم تقتضي توقيره واحترامه أكثر من غيره.
د رسول مرتبه د نورو په پرتله زياته د عزت او درناوي وړ ده. info

• شؤم مخالفة سُنَّة النبي صلى الله عليه وسلم.
د نبي صلی الله علیه وسلم د مخالفت ناوړه پايله. info

• إحاطة ملك الله وعلمه بكل شيء.
د الله د ملکيت او پوهې پر هر څه چاپېروالی. info