அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

external-link copy
71 : 22

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّمَا لَیْسَ لَهُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟

او بندګي کوي مشرکېن پرته له الله تعالی نه د داسې بوتانو چې نه دی رالېږلی الله تعالی دلیل د هغوی په بندګۍ کولو باندې په خپلو رالېږل شویو کتابونو کې، او نشته دوی لره په دې باندې څه دلیل د پوهې نه، بلکې د دوی تکیه د خپلو پلرونو په ړندې تابعدارۍ باندې وه، او نشته ظالمانو لره څوک مددګار چې دوی وساتي د الله تعالی د هغه عذاب نه چې په دوی به راځي. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• من نعم الله على الناس تسخير ما في السماوات وما في الأرض لهم.
په بندګانو باندې د الله تعالی د نعمتونو څخه دا دي چې هغوی لره تابع کرځوي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي. info

• إثبات صفتي الرأفة والرحمة لله تعالى.
الله تعالی لره د نرمۍ کولو او مهربانۍ کولو صفتونو ثبوت. info

• إحاطة علم الله بما في السماوات والأرض وما بينهما.
د الله تعالی د علم راګېرول هغه څه لره چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او هغه څه چې د دې دواړو ترمنځ دي. info

• التقليد الأعمى هو سبب تمسك المشركين بشركهم بالله.
د مشرکېنو الله تعالی سره د شرک کولو سبب ړوند تقلید وو. info