அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

external-link copy
33 : 2

قَالَ یٰۤاٰدَمُ اَنْۢبِئْهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَنْۢبَاَهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ ۙ— قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۙ— وَاَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ ۟

او په دغه وخت کې الله تعالی آدم علیه السلام ته وویل: دوی د دې شیانو له نومونو خبر کړه، نو کله چې (آدم علیه السلام) هغه شان خبر کړل څرنګه چې خپل رب ورته ښودلي وو، الله پاک ملائکو ته وویل: آیا ما تاسو ته نه ؤ ویلي؟ چې زه د اسمانونو او زمکې په پټو باندې عالم یم او پوهېږم ستاسو په هغو حالاتو چې تاسو یې ښکاره کوئ. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• الواجب على المؤمن إذا خفيت عليه حكمة الله في بعض خلقه وأَمْرِهِ أن يسلِّم لله في خلقه وأَمْرِهِ.
کله چې له یو مؤمن څخه د الله تعالی د ځینو مخلوقاتو او کارونو حکمت پټ شي نو پرې واجب ده چې الله تعالی ته په خلق او کارونو کې غاړه کېږدي. info

• رَفَعَ القرآن الكريم منزلة العلم، وجعله سببًا للتفضيل بين الخلق.
قرآن کریم د علم منزلت لوړ کړی دی او همدا علم یې د مخلوقاتو ترمینځ د غوراوي (اوچتوالي) لامل ګرځولی دی. info

• الكِبْرُ هو رأس المعاصي، وأساس كل بلاء ينزل بالخلق، وهو أول معصية عُصِيَ الله بها.
کبر (لویي کول) د ګناهونو سر دی او پر مخلوقاتو د هر قسم مصیبت نازلېدلو بنسټ دی او همدا لویي لومړۍ ګناه ده چې د الله تعالی نافرماني پرې شوې ده. info