அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

external-link copy
175 : 2

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالْهُدٰی وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ ۚ— فَمَاۤ اَصْبَرَهُمْ عَلَی النَّارِ ۟

دغه کسان چې د علم په پټولو موصوف شوي دي هغه علم چې خلک ورته ضرورت لري، دوی د هدایت په بدل کې ګمراهي واخیستله هر کله چې دوی د حق علم پټ کړ او د الله تعالی مغفرت یې په عذاب بدل کړ، نو بس څومره صبر کوونکي دي دا کفار په هغه څه باندې چې د دوب لپاره اور ته د داخلیدو سبب ګرځي، ګویا دوی په هغه عذاب هیڅ پروا نه کوي ځکه چې په خپل کفر باندې صبر کوي. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• أكثر ضلال الخلق بسبب تعطيل العقل، ومتابعة من سبقهم في ضلالهم، وتقليدهم بغير وعي.
د اکثرو خلکو د ګمراهي سبب د عقل نه کار نه اخیستل دي او د هغه چا تابعدارې کول دي چې له دوی څخه په ګمراهۍ کې مخکې وو او د هغوی تقلید کول او هره خبره یې له دلیل څخه پرته منل. info

• عدم انتفاع المرء بما وهبه الله من نعمة العقل والسمع والبصر، يجعله مثل من فقد هذه النعم.
انسان چې الله تعالی ورته د عقل، اوریدلو او لیدلو کوم نعمتونه ورکړي او هغه ترې ګټه نه اخلي، د هغه چا په شان دي چې دغه نعمتونه ترې ورک شوي وي. info

• من أشد الناس عقوبة يوم القيامة من يكتم العلم الذي أنزله الله، والهدى الذي جاءت به رسله تعالى.
د قیامت په ورځ به د هغه چا سخته سزا وي چې د الله تعالی نازل کړل شوی علم او د پیغمبرانو د هدایت خبرې یې پټې کړي وي. info

• من نعمة الله تعالى على عباده المؤمنين أن جعل المحرمات قليلة محدودة، وأما المباحات فكثيرة غير محدودة.
پر مومنانو د الله تعالی له نعمتونو څخه دا ده، چې محرمات یې په شمار لږ ګرځولي دي، ولې مباحات یې ډېر او بې شمېره ګرځولي دي. info