அல்குர்ஆன் மொழிபெயர்ப்பு - அல்முக்தஸர் பீ தப்ஸீரில் குர்ஆனில் கரீமுக்கான பாஷ்டோ மொழிபெயர்ப்பு

பக்க எண்:close

external-link copy
6 : 100

اِنَّ الْاِنْسَانَ لِرَبِّهٖ لَكَنُوْدٌ ۟ۚ

پرته له شکه انسان د هغه خير ډېر منع کوونکی دی کوم چې پالونکی يې ترې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 100

وَاِنَّهٗ عَلٰی ذٰلِكَ لَشَهِیْدٌ ۟ۚ

او پرته له شکه هغه په خپله هم د خير پر منع کولو شاهد دی، د هغو د څرګندوالي له امله نټه ترې نه شي کولای. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 100

وَاِنَّهٗ لِحُبِّ الْخَیْرِ لَشَدِیْدٌ ۟ؕ

او هغه له مال سره د زياتې مينې له امله پرې بخل کوي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 100

اَفَلَا یَعْلَمُ اِذَا بُعْثِرَ مَا فِی الْقُبُوْرِ ۟ۙ

آيا دغه د دنيا په ژوند دوکه شوی انسان نه پوهيږي چې کله الله هغه مړي را پورته کړي چې په قبرونو کې دي او له ځمکې يې د حساب او بدلې لپاره را وباسي، حال به داسې نه وي لکه څرنګه چې هغوی خيال کاوه؟!. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 100

وَحُصِّلَ مَا فِی الصُّدُوْرِ ۟ۙ

او څرګند او بيان به کړل شي کوم نيتونه، عقيدې او نور شيان چې په زړونو کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 100

اِنَّ رَبَّهُمْ بِهِمْ یَوْمَىِٕذٍ لَّخَبِیْرٌ ۟۠

پرته له شکه پر هغوی به يې پالونکی په دغه ورځ ښه خبر وي، له هغه څخه به د خپلو بندګانو له امر څخه هيڅ هم نه پټيږي، او پر دغه به هغوی ته بدله ورکړي. info
التفاسير:
இப்பக்கத்தின் வசனங்களிலுள்ள பயன்கள்:
• خطر التفاخر والتباهي بالأموال والأولاد.
پر مالونو او اولادونو د وياړ او فخر کولو خطر. info

• القبر مكان زيارة سرعان ما ينتقل منه الناس إلى الدار الآخرة.
قبر د ورتګ ځای دی، ژر به خلک د آخرت کور لوري ته ترې انتقال شي. info

• يوم القيامة يُسْأل الناس عن النعيم الذي أنعم به الله عليهم في الدنيا.
د قيامت په ورځ به خلک د هغو نعمتونو په اړه پوښتل کيږي چې په دنيا کې پرې پېرزو کړي دي. info

• الإنسان مجبول على حب المال.
د انسان طبيعت له مال سره د مينې پر بنسټ اېښودل شوی دی info