د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

فجر

external-link copy
1 : 89

وَالْفَجْرِ ۟ۙ

89-1 قسم دى په فجر (سبا) باندې info
التفاسير:

external-link copy
2 : 89

وَلَیَالٍ عَشْرٍ ۟ۙ

89-2 او په لسو شپو باندې info
التفاسير:

external-link copy
3 : 89

وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ۟ۙ

89-3 او په جفت او طاق باندې info
التفاسير:

external-link copy
4 : 89

وَالَّیْلِ اِذَا یَسْرِ ۟ۚ

89-4 او په شپه باندې كله چې روانه وي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 89

هَلْ فِیْ ذٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِیْ حِجْرٍ ۟ؕ

89-5 ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
6 : 89

اَلَمْ تَرَ كَیْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ۟

89-6 ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 89

اِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ۟

89-7 چې ارم و د ستنو والا info
التفاسير:

external-link copy
8 : 89

الَّتِیْ لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُهَا فِی الْبِلَادِ ۟

89-8 هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 89

وَثَمُوْدَ الَّذِیْنَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ۟

89-9 او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 89

وَفِرْعَوْنَ ذِی الْاَوْتَادِ ۟

89-10 او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل) info
التفاسير:

external-link copy
11 : 89

الَّذِیْنَ طَغَوْا فِی الْبِلَادِ ۟

89-11 هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه info
التفاسير:

external-link copy
12 : 89

فَاَكْثَرُوْا فِیْهَا الْفَسَادَ ۟

89-12 نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و info
التفاسير:

external-link copy
13 : 89

فَصَبَّ عَلَیْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ۟ۚۙ

89-13 نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه info
التفاسير:

external-link copy
14 : 89

اِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ۟ؕ

89-14 بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى info
التفاسير:

external-link copy
15 : 89

فَاَمَّا الْاِنْسَانُ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ رَبُّهٗ فَاَكْرَمَهٗ وَنَعَّمَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَكْرَمَنِ ۟ؕ

89-15 نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 89

وَاَمَّاۤ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَهَانَنِ ۟ۚ

89-16 او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم info
التفاسير:

external-link copy
17 : 89

كَلَّا بَلْ لَّا تُكْرِمُوْنَ الْیَتِیْمَ ۟ۙ

89-17 داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 89

وَلَا تَحٰٓضُّوْنَ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ۙ

89-18 او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 89

وَتَاْكُلُوْنَ التُّرَاثَ اَكْلًا لَّمًّا ۟ۙ

89-19 او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره info
التفاسير:

external-link copy
20 : 89

وَّتُحِبُّوْنَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ۟ؕ

89-20 او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه info
التفاسير:

external-link copy
21 : 89

كَلَّاۤ اِذَا دُكَّتِ الْاَرْضُ دَكًّا دَكًّا ۟ۙ

89-21 داسې نه ده كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره info
التفاسير:

external-link copy
22 : 89

وَّجَآءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ۟ۚ

89-22 او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي) info
التفاسير:

external-link copy
23 : 89

وَجِایْٓءَ یَوْمَىِٕذٍ بِجَهَنَّمَ ۙ۬— یَوْمَىِٕذٍ یَّتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ وَاَنّٰی لَهُ الذِّكْرٰی ۟ؕ

89-23 او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 89

یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ قَدَّمْتُ لِحَیَاتِیْ ۟ۚ

89-24 دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى info
التفاسير:

external-link copy
25 : 89

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُعَذِّبُ عَذَابَهٗۤ اَحَدٌ ۟ۙ

89-25 نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي info
التفاسير:

external-link copy
26 : 89

وَّلَا یُوْثِقُ وَثَاقَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ

89-26 او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
27 : 89

یٰۤاَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىِٕنَّةُ ۟ۗۙ

89-27 اى اطمینان نیوونكیه نفسه! info
التفاسير:

external-link copy
28 : 89

ارْجِعِیْۤ اِلٰی رَبِّكِ رَاضِیَةً مَّرْضِیَّةً ۟ۚ

89-28 ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې info
التفاسير:

external-link copy
29 : 89

فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْ ۟ۙ

89-29 نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه info
التفاسير:

external-link copy
30 : 89

وَادْخُلِیْ جَنَّتِیْ ۟۠

89-30 او زما جنت ته ننوځه info
التفاسير: