د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

د مخ نمبر:close

external-link copy
36 : 69

وَّلَا طَعَامٌ اِلَّا مِنْ غِسْلِیْنٍ ۟ۙ

69-36 او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه info
التفاسير:

external-link copy
37 : 69

لَّا یَاْكُلُهٗۤ اِلَّا الْخَاطِـُٔوْنَ ۟۠

69-37 چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران info
التفاسير:

external-link copy
38 : 69

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ

69-38 نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 69

وَمَا لَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ

69-39 او په هغو چې تاسو يې نه وینئ info
التفاسير:

external-link copy
40 : 69

اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۚۙ

69-40 بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده info
التفاسير:

external-link copy
41 : 69

وَّمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

69-41 او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 69

وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ

69-42 او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 69

تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

69-43 (دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 69

وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنَا بَعْضَ الْاَقَاوِیْلِ ۟ۙ

69-44 او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى info
التفاسير:

external-link copy
45 : 69

لَاَخَذْنَا مِنْهُ بِالْیَمِیْنِ ۟ۙ

69-45 (نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى info
التفاسير:

external-link copy
46 : 69

ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِیْنَ ۟ؗۖ

69-46 بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى info
التفاسير:

external-link copy
47 : 69

فَمَا مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ عَنْهُ حٰجِزِیْنَ ۟

69-47 نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو info
التفاسير:

external-link copy
48 : 69

وَاِنَّهٗ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟

69-48 او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى info
التفاسير:

external-link copy
49 : 69

وَاِنَّا لَنَعْلَمُ اَنَّ مِنْكُمْ مُّكَذِّبِیْنَ ۟

69-49 او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
50 : 69

وَاِنَّهٗ لَحَسْرَةٌ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

69-50 او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى info
التفاسير:

external-link copy
51 : 69

وَاِنَّهٗ لَحَقُّ الْیَقِیْنِ ۟

69-51 او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى info
التفاسير:

external-link copy
52 : 69

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠

69-52 نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه info
التفاسير: