د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

د مخ نمبر:close

external-link copy
16 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ ۖۚ— وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۟

50-16 او یقینًا یقینًا مونږه دا انسان پیدا كړى دى، په داسې حال كې چې مونږ په هغه څه پوهېږو چې د ده نفس په هغه سره وسوسه (او خطره) كوي او مونږ ده ته (د ده) د ورمېږ له رګ نه زیات نژدې یو info
التفاسير:

external-link copy
17 : 50

اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ ۟

50-17 (یاد كړه) هغه وخت چې دوه اخيستونكي اخلي، چې یو له ښي اړخ نه او (بل) له چپ اړخ نه ناست وي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 50

مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ ۟

50-18 (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
19 : 50

وَجَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ ۟

50-19 او د مرګ بې خودۍ (سختۍ) حق راوړ، دغه (مرګ) هغه دى چې تا به له ده نه څنګ كاوه info
التفاسير:

external-link copy
20 : 50

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ ۟

50-20 او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي دغه د وعید (وېرولو) ورځ ده info
التفاسير:

external-link copy
21 : 50

وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّشَهِیْدٌ ۟

50-21 او هر نفس به راځي، په داسې حال كې چې له ده سره به یو شړونكى او یوګواه وي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 50

لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟

50-22 یقینًا یقینًا ته له دې (ورځې) نه په غفلت كې وې، نو مونږ له تا نه ستا پرده لرې كړه، نو ستا نظر نن ورځ ډېر تېز دى info
التفاسير:

external-link copy
23 : 50

وَقَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌ ۟ؕ

50-23 او د ده ملګرى (مَلَك) به ووايي: دا دى هغه شى چې زما سره حاضر دى info
التفاسير:

external-link copy
24 : 50

اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ

50-24 (دواړو ملايكو ته به وویل شي:) هر ډېر عناد كوونكى كافر په دوزخ كې وغورځوئ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 50

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِ ۟ۙ

50-25 چې د خیر منع كوونكى، زیاتي كوونكى، (او) شك كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
26 : 50

١لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ ۟

50-26 هغه چې له الله سره يې بل معبود مقرر كړى دى، نو تاسو دا په ډېر سخت عذاب كې وغورځوئ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 50

قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَلٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

50-27 د ده ملګرى (شیطان) به ووايي: اى زمونږه ربه! دا ما نه دى ګمراه كړى او لېكن دا پخپله په ډېرې لرې ګمراهۍ كې و info
التفاسير:

external-link copy
28 : 50

قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ ۟

50-28 (الله به) ووايي: تاسو زما په وړاندې جګړه سره مه كوئ او یقینًا ما تاسو ته وعید (وېرول) مخكې درلېږلى و info
التفاسير:

external-link copy
29 : 50

مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠

50-29 زما په نیز (په دې باره كې) خبره نشي بدلېدى او زه په بنده ګانو هېچرې ظلم كوونكى نه یم info
التفاسير:

external-link copy
30 : 50

یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَتَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ ۟

50-30 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به جهنم ته ووایو: ایا ته ډك شوې؟ او هغه به وايي: ایا نور هم زیاتي شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 50

وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ ۟

50-31 او پرهېزګارو ته به جنت ښه رانژدې كړى شي، چې لرې به نه وي info
التفاسير:

external-link copy
32 : 50

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍ ۟ۚ

50-32 دا هغه دي چې له تاسو سره به يې وعده كولى شوه، د هر ډېر رجوع كوونكي، د (حدودو) ساتونكي لپاره info
التفاسير:

external-link copy
33 : 50

مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِ ۟ۙ

50-33 د هغه چا لپاره چې له رحمان نه په نالیدلو وېرېږي او په رجوع كوونكي زړه سره راشي info
التفاسير:

external-link copy
34 : 50

١دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ ۟

50-34 (دوى ته به وویل شي:) تاسو دغه (جنت) ته په سلامتۍ سره ننوځئ، دا د همېشه والي ورځ ده info
التفاسير:

external-link copy
35 : 50

لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَلَدَیْنَا مَزِیْدٌ ۟

50-35 د دوى لپاره په دغه (جنت) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي او زمونږ سره نور زیات هم شته info
التفاسير: