د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

د مخ نمبر:close

external-link copy
62 : 38

وَقَالُوْا مَا لَنَا لَا نَرٰی رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُمْ مِّنَ الْاَشْرَارِ ۟ؕ

38-62 او دوى به ووايي: پر مونږ څه شوي دي چې مونږ هغه سړي نه وینو چې مونږ به هغوى له اشرارو (بدترو خلقو) ځنې شمېرل؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 38

اَتَّخَذْنٰهُمْ سِخْرِیًّا اَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْاَبْصَارُ ۟

38-63 ایا مونږ هغوى په مسخرو سره نیولې وو، یا كه له هغوى نه زمونږ سترګې كږې شوې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 38

اِنَّ ذٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ اَهْلِ النَّارِ ۟۠

38-64 بېشكه دغه خامخا حق دي، یعنې (دا) د دوزخیانو خپل مینځې جګړه كول info
التفاسير:

external-link copy
65 : 38

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مُنْذِرٌ ۖۗ— وَّمَا مِنْ اِلٰهٍ اِلَّا اللّٰهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ۟ۚ

38-65 ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى info
التفاسير:

external-link copy
66 : 38

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیْزُ الْغَفَّارُ ۟

38-66 چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
67 : 38

قُلْ هُوَ نَبَؤٌا عَظِیْمٌ ۟ۙ

38-67 ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) ډېر لوى خبر دى info
التفاسير:

external-link copy
68 : 38

اَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُوْنَ ۟

38-68 تاسو له ده نه مخ ګرځوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 38

مَا كَانَ لِیَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَاِ الْاَعْلٰۤی اِذْ یَخْتَصِمُوْنَ ۟

38-69 ما ته د ملَاِ اعلٰى (لوړ مجلس) په باره كې هېڅ علم نشته، كله چې دوى په خپل مینځ كې اختلاف كوي info
التفاسير:

external-link copy
70 : 38

اِنْ یُّوْحٰۤی اِلَیَّ اِلَّاۤ اَنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

38-70 ما ته وحي نه كېږي مګر د دې چې بېشكه همدا خبره ده چې زه ښكاره وېروونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
71 : 38

اِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ خَالِقٌۢ بَشَرًا مِّنْ طِیْنٍ ۟

38-71 كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم info
التفاسير:

external-link copy
72 : 38

فَاِذَا سَوَّیْتُهٗ وَنَفَخْتُ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِیْ فَقَعُوْا لَهٗ سٰجِدِیْنَ ۟

38-72 نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ info
التفاسير:

external-link copy
73 : 38

فَسَجَدَ الْمَلٰٓىِٕكَةُ كُلُّهُمْ اَجْمَعُوْنَ ۟ۙ

38-73 نو ملايكو ټولو سجده وكړه info
التفاسير:

external-link copy
74 : 38

اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اِسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

38-74 غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه info
التفاسير:

external-link copy
75 : 38

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا مَنَعَكَ اَنْ تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِیَدَیَّ ؕ— اَسْتَكْبَرْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْعَالِیْنَ ۟

38-75 (الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى ؟ ایا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 38

قَالَ اَنَا خَیْرٌ مِّنْهُ ؕ— خَلَقْتَنِیْ مِنْ نَّارٍ وَّخَلَقْتَهٗ مِنْ طِیْنٍ ۟

38-76 هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
77 : 38

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙۖ

38-77 (الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې info
التفاسير:

external-link copy
78 : 38

وَّاِنَّ عَلَیْكَ لَعْنَتِیْۤ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

38-78 او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى info
التفاسير:

external-link copy
79 : 38

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

38-79 هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
80 : 38

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

38-80 الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې info
التفاسير:

external-link copy
81 : 38

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

38-81 د معلوم وخت تر ورځې پورې info
التفاسير:

external-link copy
82 : 38

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

38-82 ده وویل: نو قسم ستا پر عزت! چې خامخا ضرور به زه دوى ټول ګمراه كوم info
التفاسير:

external-link copy
83 : 38

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

38-83 مګر په دوى كې ستا هغه بنده ګان چې خالص كړى شوي دي info
التفاسير: