د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

external-link copy
34 : 2

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰی وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

2-34 او كله چه مونږ ملايكو ته وويل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابليس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه info
التفاسير: