د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابراهیم

external-link copy
1 : 14

الٓرٰ ۫— كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— بِاِذْنِ رَبِّهِمْ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ

14-1 الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن (او حكم) سره، د ډېر غالب، ډېر ستايل شوي ذات لارې ته info
التفاسير: