د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - ابو زکریا

external-link copy
28 : 11

قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَاٰتٰىنِیْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِهٖ فَعُمِّیَتْ عَلَیْكُمْ ؕ— اَنُلْزِمُكُمُوْهَا وَاَنْتُمْ لَهَا كٰرِهُوْنَ ۟

11-28 هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ كه زه یم پر هغه څرګند دلیل باندې چې زما د رب له جانبه دى او هغه ما ته له خپل جانبه رحمت راكړى وي، بیا پر تاسو باندې هغه پټ كړى شوى وي، ایا مونږه په هغه باندې تاسو مجبوره كولى شو، په دې حال كې چې تاسو هغه لره بد ګڼونكي یئ info
التفاسير: