د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
53 : 8

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ لَمْ یَكُ مُغَیِّرًا نِّعْمَةً اَنْعَمَهَا عَلٰی قَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

ځکه چې د الله نظام دی چې پر چا لورینه وکړي تر هغو یې بیرته ترې نه اخلي تر څو هغه قوم خپله کړنلاره او کړنچاره بدله نه کړي بې شکه الله هر څه اوري او په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 8

كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ ۚ— وَكُلٌّ كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟

له دوی سره د فرعون،د هغه د ملګرو،او د هغو پخوانیو کسانو په څیر کړنه وشوه چې د خپل رب ایتونه یې درواغ ګڼلي وو نو مونږ د ګناهونو له کبله هلاک او دفرعون ملګري مو په اوبو کې ډوب کړل هغوی ټول ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 8

اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۖۚ

د الله په وړاندې د ځمکې په مخ تر ټولو بد خوځیدونکي هغه دي چې کفر یې خپل کړی او ایمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 8

اَلَّذِیْنَ عٰهَدْتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَهُمْ فِیْ كُلِّ مَرَّةٍ وَّهُمْ لَا یَتَّقُوْنَ ۟

او هغه کسان چې تا ورسره تړون کړی خو هغوی یې هر ځل ماتوي او له الله څخه نه ویریږي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 8

فَاِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِی الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟

نو که دا وړ خلک په جنګ کې په لاس درغلل نو داسې جزاء ورکړه چې تر شا ولاړ ځواکونه یې وډاریږي او کیدای شي چې هغوی پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 8

وَاِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِیَانَةً فَانْۢبِذْ اِلَیْهِمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْخَآىِٕنِیْنَ ۟۠

او که د کوم قوم د تړون ماتولو له خیانت نه ډاریدلې نو پر ښکاره یې تړون ور مات کړه ځکه چې الله پاک خیانت نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 8

وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَبَقُوْا ؕ— اِنَّهُمْ لَا یُعْجِزُوْنَ ۟

او کافران دي ګنان نه کوي چې ګنې دوی وړاندې شوي او له عذاب نه به خلاص شي ځکه چې هغوی مونږ بې وسې کولای نشي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 8

وَاَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ قُوَّةٍ وَّمِنْ رِّبَاطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُوْنَ بِهٖ عَدُوَّ اللّٰهِ وَعَدُوَّكُمْ وَاٰخَرِیْنَ مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— لَا تَعْلَمُوْنَهُمْ ۚ— اَللّٰهُ یَعْلَمُهُمْ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یُوَفَّ اِلَیْكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ ۟

او تاسې تر خپلې بشپړې وسې ډير زیات توان او زین کړي اسونه د کافرانو د مقابلې لپاره تیار کړئ تر څو پرې د الله دښمنان،خپل دښمنان او نور هغه دښمنان وډاروئ چې تاسو یې لانه پیژنئ بلکې الله یې ښه پيژني او څه مو چې د الله په لیار کې مصرف کړل نو بدل به یې پوره درکړای شي او پر تاسې به هیڅ تیری نه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 8

وَاِنْ جَنَحُوْا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او که کافرانو د روغې جوړې په لور سترګې واړه ولې نو ته یې هم ومنه او پر الله توکل او ویسا وکړه بې شکه چې هغه هر څه اوري او په هر څه ښه پوه دی. info
التفاسير: