د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
5 : 64

اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَبَؤُا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَبْلُ ؗ— فَذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

ایا تاسې ته د هغو خلکو خبر نه دی رسیدلی چې له تاسې وړاندې کافران شوي وو.بیا یي د خپلو کړنو بده جزاء ولیده او دردناک عذاب یې په برخه دی. info
التفاسير: