د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
15 : 59

كَمَثَلِ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِیْبًا ذَاقُوْا وَبَالَ اَمْرِهِمْ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟ۚ

د هغو خلکو[۸]په شان دي چې له دوی نه لږ وړاندې یې د خپلو بدو کړنو خوند څکلی دی.او دردناک عذاب یې په برخه دی. info

[۸] ـ کافرو قریشو او د بنې قینقاع یهودو ته اشاره ده چې د مسلمانانو له خوایې ماتې خوړلې وه.(تفسیر البیضاوی).

التفاسير: