د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
20 : 47

وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُوْرَةٌ ۚ— فَاِذَاۤ اُنْزِلَتْ سُوْرَةٌ مُّحْكَمَةٌ وَّذُكِرَ فِیْهَا الْقِتَالُ ۙ— رَاَیْتَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ یَّنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ نَظَرَ الْمَغْشِیِّ عَلَیْهِ مِنَ الْمَوْتِ ؕ— فَاَوْلٰى لَهُمْ ۟ۚ

او مؤمنان وايې چې هغه سورت ولې نازل نه شو چې د جهاد اجازه پکې شوې وي؟ نو کله چې بشپړ او پوره سورت نازل او جنګ او جهاد پکې یادشي نو نه وینې په زړه ناروغه خلک به داسې درته ګوري لکه چې پر چا دمرګ ډار خور شوی وي دوی دې هلاک شي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 47

طَاعَةٌ وَّقَوْلٌ مَّعْرُوْفٌ ۫— فَاِذَا عَزَمَ الْاَمْرُ ۫— فَلَوْ صَدَقُوا اللّٰهَ لَكَانَ خَیْرًا لَّهُمْ ۟ۚ

مننه او ښه خبره ورته غوره وه، نو کله چې د جهاد خبره پخه شي نو که له الله سره يې رښتیا کړې وای ډیر ورته ګټه ور وو. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 47

فَهَلْ عَسَیْتُمْ اِنْ تَوَلَّیْتُمْ اَنْ تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ وَتُقَطِّعُوْۤا اَرْحَامَكُمْ ۟

له تاسې نه لرې نه ده که واکمنان شوئ نو په ځمکه کې به فساد خور او خپلوي به وشکوئ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 47

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فَاَصَمَّهُمْ وَاَعْمٰۤی اَبْصَارَهُمْ ۟

دا هغه خلک دي چې الله پرې لعنت ورولی هغوی يې کاڼه او ړانده ګرځولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 47

اَفَلَا یَتَدَبَّرُوْنَ الْقُرْاٰنَ اَمْ عَلٰی قُلُوْبٍ اَقْفَالُهَا ۟

ایا هغوی قران ته په غور کتنه نه کوي؟ او که زړونو ته يي قلفونه اچول شوې دي.؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 47

اِنَّ الَّذِیْنَ ارْتَدُّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمُ الْهُدَی ۙ— الشَّیْطٰنُ سَوَّلَ لَهُمْ ؕ— وَاَمْلٰی لَهُمْ ۟

کوم کسان چې وروسته له دې چې د حق لار ورته ښه څرګنده کړای شوه بیرته مخ په څټ وګرځیدل بې له شکه شیطان ورته دا کار ښایسته او اسان ښوولی دی او د هغوی هیلې يې وراوږدې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 47

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ كَرِهُوْا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ سَنُطِیْعُكُمْ فِیْ بَعْضِ الْاَمْرِ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِسْرَارَهُمْ ۟

او دا ځکه چې هغو کسانو ته يي چې د الله نازل کړی دین بدګڼي ویلي دي چې: ډیر ژر به مونږ په ډیرو کارونو کې په تاسې پسې ولاړ شو په داسې حال کې چې الله ته يې پټ ډير ښه معلوم دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 47

فَكَیْفَ اِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ یَضْرِبُوْنَ وُجُوْهَهُمْ وَاَدْبَارَهُمْ ۟

هغه ورځ به څه کوي چې ملایکې يي د روح اخیستلو په وخت کې په مخونو او څټونو وهي؟. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 47

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اتَّبَعُوْا مَاۤ اَسْخَطَ اللّٰهَ وَكَرِهُوْا رِضْوَانَهٗ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟۠

او دا به ځکه ورسره کیږي چې: د هغه څه مننه يي وکړه چې الله يې په قهر کړی او په خوښۍ پسې يي ونه ګرځیدل. نو الله يې هم ټولې کړنې ضایع کړې. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 47

اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَنْ لَّنْ یُّخْرِجَ اللّٰهُ اَضْغَانَهُمْ ۟

ایا په زړه ناروغه خلکو ګومان کړی چې الله به يي پټه دښمني څرګنده نه کړي؟ info
التفاسير: