د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
127 : 37

فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ

خو هغوی درواغجن وګاڼه نو ځکه به هغوی عذاب ته حاضر کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

یوازې د الله هغه بنده ګان له عذاب نه خلاص دي چې خاص کړي شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

او مونږ په ورستیو امتونو کې پرهغه لورینه پریښووله. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 37

سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟

سلام پر الیاس. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

هو! مونږ نیکوکارو ته همدا وړ بدل وکووو. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

په رښتیا چې هغه زمونږ له مؤمنو بنده ګانو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 37

وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او له شک نه وتلې ده چې لوط هم پیغمبرانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 37

اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

هغه یاد کړه چې مونږ هغه او د هغه ټولې کورنۍ ته نجات ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 37

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟

یوازې یوه سپین سرې وه چې په پاتې کیدونکو کې وه. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 37

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟

بیا مو نور ټول هلا کړل. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 37

وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ

او ای قریشو! تاسې ګهیځ پر هغوی تیریږئ. info
التفاسير:

external-link copy
138 : 37

وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

او د شپې له لورې هم. ایا له عقل نه کار نه اخلئ info
التفاسير:

external-link copy
139 : 37

وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او له شک نه وتلې ده چې یونس هم له پیغمبرانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 37

اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ

هغه يي یاد کړه چې د یوې ډکې کښتۍ په لور وتښتید info
التفاسير:

external-link copy
141 : 37

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ

چې په خپلو مینځونو کې ي پچه واچوله نو یونس ماتې خوړونکی و. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 37

فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟

نو هغه وو چې یوه کب تیر کړ او ځان يې پړ ګاڼه info
التفاسير:

external-link copy
143 : 37

فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ

که هغه له تسبیح ویونکو څخه نه وای؟ info
التفاسير:

external-link copy
144 : 37

لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ

نو د بیرته ژوندي راپاڅیدلو تر ورځې به د کب په خیټه کې پاتې شوی ؤ info
التفاسير:

external-link copy
145 : 37

فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ

په یوه هوار، خالي ‌ډاګ کې مو بې وسې او ناتوانه وغورځاو. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 37

وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ

او زیلۍ لرونکې[۱۲] ونه مو پرې رازرغونه کړه. info

[۱۲] هغه بوټي ته وايي چې ډډ ونه لري او د ځمکي په مخ خوریږي( تفسیر الماوردی)

التفاسير:

external-link copy
147 : 37

وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ

او له یو لک نه زیاتو خلکو په لور مو ولیږه. info
التفاسير:

external-link copy
148 : 37

فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ

ټولو ایمان راوړ نو تر یوه وخته مې مهلت ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
149 : 37

فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ

نو ته کافران وپوښته: چې ستا د رب دې لروګانې وي او د هغوی ځامن؟ info
التفاسير:

external-link copy
150 : 37

اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟

او ایا دوی حاضر وو چې مونږ ملایکې ښځینه پیدا کړې؟ info
التفاسير:

external-link copy
151 : 37

اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

خبردار چې دوی د خپلو درواغو له مخې وايي. info
التفاسير:

external-link copy
152 : 37

وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

الله زیږول کړي او په رښتیا چې ډیر درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
153 : 37

اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ

ایا الله لورګانې پر ځامنو غوره کړي دي؟ info
التفاسير: