د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
19 : 34

فَقَالُوْا رَبَّنَا بٰعِدْ بَیْنَ اَسْفَارِنَا وَظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ وَمَزَّقْنٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟

خو هغوی وویل: ای زمونږ ربه! زمونږ سفرونه او دمه ځایونه سره لرې کړه. په خپلو ځانونو يي تیری وکړ نو هغه و چې مونږ د تاریخ کیسه وګرځول او پوره مو تیت او پرک[۱۰] کړل ـ په رښتیا چې په دې کار کې د هر صبر کوونکي او شکر کوونکي لپاره لوی نښانې دي. info

[۱۰] سیلاب پرې راغي. وطن يي وران ویجاړ شو او دوی د ځمکې په مخ خوار واره شول: مصر، نجد، مدینې او نورو ځایونو ته ولاړل( فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير: