د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
64 : 29

وَمَا هٰذِهِ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا لَهْوٌ وَّلَعِبٌ ؕ— وَاِنَّ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ لَهِیَ الْحَیَوَانُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟

د دنیا ژوند پرته له ساعت تیرۍ او لوبو بل څه نه دی.اصلي ژوند د اخرت کور دی دریغه چې دوی پوهیدای. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 29

فَاِذَا رَكِبُوْا فِی الْفُلْكِ دَعَوُا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ۚ۬— فَلَمَّا نَجّٰىهُمْ اِلَی الْبَرِّ اِذَا هُمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

او کله چې مشرکان په کښتۍ کې سپاره شي نو له الله نه په داسې توګه غوښتنې کوي چې د هغه سوچه دین یي خپل کړی وي.خو چې الله یې وچې ته وباسي.بیا نو شریکان نیسي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 29

لِیَكْفُرُوْا بِمَاۤ اٰتَیْنٰهُمْ ۙۚ— وَلِیَتَمَتَّعُوْا ۥ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

تر څو زمونږ له ورکړو نعمتونو څخه منکر او څه لنډه ګټه ترلاسه کړي.نو ژر به پوه شي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 29

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا اٰمِنًا وَّیُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ ؕ— اَفَبِالْبَاطِلِ یُؤْمِنُوْنَ وَبِنِعْمَةِ اللّٰهِ یَكْفُرُوْنَ ۟

ایا نه ګوري چې مونږ حرم د ډاډ ځای ګرځولی دی؟ په داسې حال کې چې په چاپيریال کې یې خلک اختطاف کیږي.ایا باطل مني، او د الله له نعمت نه انکار کوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 29

وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا اَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَآءَهٗ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟

له هغه چا به لوی ظالم څوک وي چې پر الله يي درواغ تړلي؟ او یایي راغلی حق درواغ ګڼلی وي؟ ایا د دغسې کافرانو استوګن ځای دوزخ نه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 29

وَالَّذِیْنَ جٰهَدُوْا فِیْنَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟۠

او چا چې زمونږ په لار کې هلې ځلی کړي دي،مونږ به خامخا خپلې لارې وروښیو.الله پاک د نیکو کارو مل دی. info
التفاسير: