د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
207 : 26

مَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یُمَتَّعُوْنَ ۟ؕ

نو ورکړی شوی مهلت او ورکړې شوې ګټې به ترې هیڅ شی دفع نه کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
208 : 26

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا لَهَا مُنْذِرُوْنَ ۟

مونږ هیڅ کلی د ډاروونکو له راتګ څخه وړاندې ندی هلاک کړی. info
التفاسير:

external-link copy
209 : 26

ذِكْرٰی ۛ۫— وَمَا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

پند يي ورکړی ـ او مونږ هیڅ کله ظلم او تیری ندی کړی. info
التفاسير:

external-link copy
210 : 26

وَمَا تَنَزَّلَتْ بِهِ الشَّیٰطِیْنُ ۟ۚ

او دا قران شیطانانو ندی راوړی. info
التفاسير:

external-link copy
211 : 26

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهُمْ وَمَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ؕ

دا نه د هغوی وړ او نه يي په وس پوره ده. info
التفاسير:

external-link copy
212 : 26

اِنَّهُمْ عَنِ السَّمْعِ لَمَعْزُوْلُوْنَ ۟ؕ

ځکه چې هغوی يي له اوریدنې څخه لرې او بې برخې کړي شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
213 : 26

فَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَكُوْنَ مِنَ الْمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

نو ای محمده! له الله سره بل خدای مه رابله که نه نو ته به هم له سزا موندونکو څخه شې. info
التفاسير:

external-link copy
214 : 26

وَاَنْذِرْ عَشِیْرَتَكَ الْاَقْرَبِیْنَ ۟ۙ

او خپل نژدې خپلوان وډاروه. info
التفاسير:

external-link copy
215 : 26

وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

او ستا منونکو مومنانو ته وزر ټیټ کړه. info
التفاسير:

external-link copy
216 : 26

فَاِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ اِنِّیْ بَرِیْٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟ۚ

که له تانه يي غاړه وغړوله نو ورته ووایه چې زه ستاسې له کړنو څخه بیزاره یم. info
التفاسير:

external-link copy
217 : 26

وَتَوَكَّلْ عَلَی الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

او یوازې په برلاسې مهربان ذات توکل وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
218 : 26

الَّذِیْ یَرٰىكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

هغه ذات چې ته پاڅیږې نو تا وینې. info
التفاسير:

external-link copy
219 : 26

وَتَقَلُّبَكَ فِی السّٰجِدِیْنَ ۟

او هغه وخت هم چې ته سجده کوونکو په مینځ کې اوړې را اوړې. info
التفاسير:

external-link copy
220 : 26

اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

ځکه چې هغه هر څه اوري او په هر څه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
221 : 26

هَلْ اُنَبِّئُكُمْ عَلٰی مَنْ تَنَزَّلُ الشَّیٰطِیْنُ ۟ؕ

ای خلکو! زه تاسې ته وښایم چې شیطانان چاته نازلیږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
222 : 26

تَنَزَّلُ عَلٰی كُلِّ اَفَّاكٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

پر هر درواغجن ګناهکار نازلیږي. info
التفاسير:

external-link copy
223 : 26

یُّلْقُوْنَ السَّمْعَ وَاَكْثَرُهُمْ كٰذِبُوْنَ ۟ؕ

اوریدلې خبرې یو بل ته وايې او ډیر يې درواغجن وي. info
التفاسير:

external-link copy
224 : 26

وَالشُّعَرَآءُ یَتَّبِعُهُمُ الْغَاوٗنَ ۟ؕ

او په شاغرانو پسې غولیدلي خلک روان وي. info
التفاسير:

external-link copy
225 : 26

اَلَمْ تَرَ اَنَّهُمْ فِیْ كُلِّ وَادٍ یَّهِیْمُوْنَ ۟ۙ

ایا ته نه ګورې چې هغوی په هره کنده کې لالهانده وي. info
التفاسير:

external-link copy
226 : 26

وَاَنَّهُمْ یَقُوْلُوْنَ مَا لَا یَفْعَلُوْنَ ۟ۙ

او زیات هغه څه وايې چې کوي يې نه . info
التفاسير:

external-link copy
227 : 26

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَذَكَرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّانْتَصَرُوْا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا ؕ— وَسَیَعْلَمُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَیَّ مُنْقَلَبٍ یَّنْقَلِبُوْنَ ۟۠

خو یوازې هغه خلک دا وړ ندي چې ایمان يي راوړی، نیکې کړنې يي خپلې کړي، الله پاک يي ډير یاد کړی او د ظلم او تیري په بدل کې يي غچ ایستی دی ـ هو! ظالمان به ډير ژر پوه شي چې اخرنۍ برخه لیک به يي څه وي؟ info
التفاسير: