د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
173 : 2

اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیْرِ وَمَاۤ اُهِلَّ بِهٖ لِغَیْرِ اللّٰهِ ۚ— فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَلَاۤ اِثْمَ عَلَیْهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

بې له شکه چې مرداره، خوټیدونکي وینه ، د خنزیر غوښه او هغه څه چې د حلالې په وخت پرې پرته له الله د بل چا نوم اخیستل شوی وي الله پاک پر تاسې حرام کړي دي خو که څوک یې خوراک ته اړ شي او له اړتیا څخه وړاندې او هم یې د اړتیا له اندازې څخه زیات ونه خوري نو هیڅ ګناه پرې نشته، ځکه چې الله ډیر بښونکی او مهربان دی. info
التفاسير: