د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
14 : 18

وَّرَبَطْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اِذْ قَامُوْا فَقَالُوْا رَبُّنَا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَنْ نَّدْعُوَاۡ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلٰهًا لَّقَدْ قُلْنَاۤ اِذًا شَطَطًا ۟

او مونږ د هغوی زړونه هغه وخت لا پسې کلک کړل چې پاڅون يې وکړ او ویې ویل : زمونږ رب هغه ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې رب هم دی او مونږ به هیڅکله پرته له هغه نه بل څوک په خدایې سره ونه بلو. هو!( که دا کار مو وکړ نو) زمونږ دا کار به ډیره لویه سهوه او درواغ وي. info
التفاسير: