د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
110 : 17

قُلِ ادْعُوا اللّٰهَ اَوِ ادْعُوا الرَّحْمٰنَ ؕ— اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۚ— وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۟

ای محمده! ووایه: د الله په نوم یادوئ او که د ( الرحمن) په نوم. هر نوم يې چې تاسې اخلئ همغه صحیح دی ځکه چې هغه د غوره نومونو څښتن دی. او په لمانځه کې مه ډیرې چیغي وهه. او مه ډیر ورو بلکې د دواړو د مینځ لار ونیسه. info
التفاسير: