د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
35 : 16

وَقَالَ الَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا لَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا عَبَدْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ نَّحْنُ وَلَاۤ اٰبَآؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِنْ دُوْنِهٖ مِنْ شَیْءٍ ؕ— كَذٰلِكَ فَعَلَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ— فَهَلْ عَلَی الرُّسُلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او مشرکان وايې چې: که الله غوښتي وای نو نه به زمونږ او نه به زمونږ پلرونو له هغه پرته د بل څه عبادت کړی وای او نه به مو د هغه له حکم نه پرته کوم څیز حرام ګرځولی وای. هو! همدا وړ خبرې پخوانیو هم کړې وې. نو ایا د رسولانو پر غاړه د څرګندې رسونې پرته د بل څه ذمه واري شته. info
التفاسير: