د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

external-link copy
14 : 13

لَهٗ دَعْوَةُ الْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَجِیْبُوْنَ لَهُمْ بِشَیْءٍ اِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّیْهِ اِلَی الْمَآءِ لِیَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهٖ ؕ— وَمَا دُعَآءُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟

یوازې د هغه رابلل حق دي. او هغه کسان چې پرته له هغه نور څه بلي خدایان يې هیڅ بلنه نه شي پوره کولی د الله نه پرته د نور څه بلل داسې دي لکه څوک دواړه لاسونه اوبو ته اوږده کړي چې اوبو راشئ زما خولې ته راشئ او اوبه ورته نه رسیږي. په همدې توګه د کافرانو بلنه هم پرته له زیان او تاوان نه بله ګټه نه لري. info
التفاسير: